د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي قطریانو ته د حج اجازه ورکړه


قطر ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ چې سعودي عربستان حج سیاسي کوي
قطر ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ چې سعودي عربستان حج سیاسي کوي

سعودي یوازې د قطري حاجیانو لپاره په موقتي توګه خپله پوله پرانیزي.

د سعودي دولتي اژانس د راپور له مخې د سلوا سرحد به د اګست په اخره کې پرانیستل شي او د سپتمبر په لومړیو کې به بېرته وتړل شي.

راپور وايي چې د قطر حاجیان به په دغه سرحد کې له کومې ستونزې پرته سعودي ته ځي، خو په قطر کې د حاجیانو د تنظیم ځینو ادارو ویلي دي چې دوی له یو لړ ستونزو سره مخامخ شوي دي.

رویټرز خبري آژانس وايي چې د سعودي پاچا د سعودي هوايي شرکت ته امر کړی چې د قطر حاجیان له جدي څخه په وړیا ډول مکې او مدینې ته ولېږدوي.

څو میاشتې مخکې سعودي عربستان، متحدو عربو اماراتو، مصر او بحرین له قطر سره اړیکې وشلولې او خپلې پولې یې ورسره وتړلې.

دوی قطر له ایران سره په کلکې ملګرتیا او په سیمه کې د ځینو اورپکو ډلو په ملاتړ تورن کړی. خو قطر دا تورونه نه مني.

قطر ملګرو ملتونو ته شکایت وکړ چې سعودي عربستان حج سیاسي کوي، ایران هم له سعودي سره د سیاسي ستونزو له کبله تېرکال حاجیان ونه استول، خو سږکال یې لیږي.

XS
SM
MD
LG