د لاس رسي وړ اتصالات

قطر کې کارګرانو د فوټبال د نړیوالو سیالیو د سروزرو جام وکوت


په زرګونو مهاجرو کارګرانو چې اکثریت یې د قطر د نویو ستدیومونو په جوړیدو کې کار کړی، د فوټبال د ۲۰۲۲ کال د لوبو د سروزر جام وکوت.

اکثریت دغه کارګران ددغه جام د لیدو او ورسره د عکسونو د اخیستلو لپاره د کابو دوو ساعتونو لپاره په کتارونو کې ولاړ وو. هغوی ممکن دا لوبې چې ټاکل شوېده د نومبر میاشتې په ۲۱ نیټه پیل شي ونه ګوري ځکه ټکټونه ډیر ګران دي.

قطر د نړۍ ددغه ستر ټورنمنټ د ترسره کیدو لپاره اوه نوې ستدیومونه جوړ کړي او اتم یې بیا رغولي دي، خو ددغه کار په کیدو کې د جنوبي آسیا کارګرانو ډیره ونډه درلوده.

د فرانسې خبري آژانس لیکلي ، که څه هم قطر د کارګرانو د حقونو په برخه کې له پراخو انتقاداتو سره مخ دی خو یاد هیواد وایي چې په تیرو کلونو کې یې د پام وړ بدلونونه راوستي دي او قطر د خلیج په هیوادونو کې د بهرنیو کارګرانو لپاره په یو مترقي هیواد بدل شوی دی.

ددغو لوبو جام، د ټورنمنټ له پیلیدو مخکې د وروستي ځل لپاره د قطر د پلازمینې دوحې د کرکټ د اصلي سټدیوم د موټرونو په پارکینګ کې نندارې ته کیښودل شو.

ددغه جام د لیدو لپاره د جمعې په ورځ هر کارګر ۱۵ ثانیې وخت درلود چې ویې ګوري او عکس ورسره واخلي.

د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوالو لوبو د جام د کتلو لپاره کارګران په کتارونو کې ولاړ دي
د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوالو لوبو د جام د کتلو لپاره کارګران په کتارونو کې ولاړ دي

اعظم رشید چې نجار دی او په دوو سټډیومونو کې یې کار کړی، وایي دی هم د نورو کارګرانو په شان د لوبو د ټکټ د اخیستلو توان نلري.

رشید وویل:" ټکټ ممکن ډیر ګران وي، خو قطر او نړیوال جام ماته یو فرصت راکړ. اوږد کتار دی خو په دې ارزي چې جام ولیدل شي."

یو شمیر ټکټونه چې په ۴۰ ریاله یا ۱۱ امریکایي ډالره دي د قطر ۲.۸ میلیونه نفوس ته چې اکثریت بهرني کارګران دي، ځانګړي شوي دي.

XS
SM
MD
LG