قطر وایي سعودي عربستان چې د ایران په اړه د عربي ملکونو کومه بیړنۍ غونډه رابللې وه، د هغوي په بیانونو اعتراضونه لري
د قطر د بهرنو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ویلي دي چې د عربي ملکونو هغه بیانونه چې په غونډې کې وړاندې شوي و، د روایتي طریقې سره سم نه و. هغه د الجزیرې ټلویژن سره په یوې مرکې کې وویل:
"په دغه بیانونو کې ایران غندل شویدی، خو د ایران سره د خبرو لپاره پکې یوه منځلاره پالیسی نده واضحه شوي. دوي د دې پر ځاې چې د ایران سره د یو گاونډي ملک په توگه پالیسي خپله کړي، د واشنگټن پالیسي خپله کړیده".
د سعودي پاچا سلمان د می په ٣٠ نیټه د ایران په اړه یوه بیړنۍ غونډه د هغې نه وروسته رابللي وه چې د خلیج په اوبو کې د تیلو پر څو ټانکرونو باندې بریدونه وشول او همدغه ډول د سعودي عربستان د تیلو پر یو پایپ لاین باندې د یمن حوثي یاغیانو برید وکړ.
واشنگټن او سعودي عربستان په ایران تور لگوي چې د حوثي یاغیانو سره مرسته کوي او هم لدې کبله د واشنگټن او تهران اړیکې هم ډیرې خرابې شوی.