د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوالې ټولنې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو ژمنه وکړه 


د دغو مرستو یوه برخه د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان له لوري وېشل کیږي
د دغو مرستو یوه برخه د ملګرو ملتونو د خوړو سازمان له لوري وېشل کیږي

ملګري ملتونه وايي نړیوالې ټولنې په ژینو کې د افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستو ژمنې اعلان کړې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتوني ګوتېرش د دوشنبې په ورځ سپتمبر ۱۳(وږي۲۲) په یو خبري کنفرانس کې وویل چې دا ژمنې تر هغو ډېر دي چې ملګرو ملتونو یې غوښتنه کړې وه.

په ژینو کې د ملګرو ملتونو د دفتر په رسمي‌ ټویټر کې د ښاغلي ګوتېرش له خولې لیکل شوي دي: «دا کنفرانس زموږ ټولې هیلې پوره کړې. دا کنفرانس د څه باندې ۹۰ هېوادونو په ګډون ۱۵۶ ګډونوال لرل. له دې ښکاري چې افغانستان نړیوالې ټولنې ته څومره حیاتي دی. د څه باندې یو میلیارد ډالرو ژمنه وشوه.»

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د خوراکي موادو، روغتیايي اسانتیاو، سرپنا او نورو ضروري موادو لپاره د ۶۰۶ میلیون ډالرو مرستې غوښتنه کړې وه.

د امریکا متحدو ایالتونو هم ویلي دي چې د افغانستان له خلکو سره به ۶۴ میلیون ډالر بشري مرسته کوي.

د امریکا د پرمختیايي ادارې او د بهرنیو چارو د وزارت دا مرستې به د ملګرو ملتونو د سازمانونو په ګډون د مستقلو نړیوالو ادارو له لورې لګول کیږي.

امریکايي چارواکي‌ وايي دا مرستې به د هغو افغانانو د ژوند ژغورلو په برخه کې ولګول شي چې نا امنیو، تاوتریخوالي، طبعي پېښو او د کرونا ویروس وبا خورا اغیزمن کړي دي.

امریکا وايي د دغو مرستو د اغیزناک لګولو او رسولو لپاره باید ښه مناسب چاپېریال برابر شي چې ښځینه او نارینه خیریه کارکوونکي په ازاد ډول دا مرستې ورسوي. چارواکي وايي دا مرستې د افغانستان له خلکو سره د امریکا ژمنې په ډاګه کوي.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې د طالبانو د راتګ نه وړاندې په افغانستان کې شاوخوا ۱۸میلونو کسانو مرستو ته اړتیا درلوده خو دې نړیوالې ادارې خبرداری ورکړی چې دوچکالۍ او خوراکي موادو او نغدو پیسو د کمښت له کبله به ښایي چې دا شمیر تر دې هم لوړ شي.

د طالبانو له راتګ نه وروسته ټولو نړیوالو ادارو په افغانستان کې خپل دفترونه وتړل.

XS
SM
MD
LG