د لاس رسي وړ اتصالات

قریشي: امریکا پاکستانيانو ته د ویزو په ورکولو بندیز نه دی لگولی


محمود قریشي وویل چې امریکا د پاکستان دوو مامورانو ته د ویزو په ورکولو بندیز لگولی دی

د پاکستان د بهرنو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي دي چې امریکا پاکستانیانو ته د ویزو په ورکولو بندیز نه دی لگولی، دغه بندیز یواځې په دریو چارواکو لگول شویدي.

شاه محمود قریشي د هغه رپورټونو په اړه سپیناوې وکړ چې وایي امریکا پاکستاني اتباعو ته د ویزو په ورکولو بندیز لگولی دی. د امریکا د بهرنو چارو وزارت هم ویلي دي چې دغه ډول بندیز یې نه دی لگولی.

ښاغلي قریشي دغه خبرې په قامي اسمبلۍ کې د بهرنو چارو کمیټې ته په یوې وینا کې کړیدي. هغه وویل چې امریکا ٧٠ تنه غیرقانوني پاکستاني د ملک نه شړل چې د هغې لپاره یې د پاکستان نه غوښتي و چې د قانون سره سم چلند دې وکړي. قریشي وویل چې دغه کسان به سبا پاکستان ته را ورسیږي.

محمود قریشي وویل چې امریکا د پاکستان دریو مامورانو ته د ویزو په ورکولو بندیز لگولی دی چې یو د کورنیو چارو په وزارت کې مرستیال دی او بل د پاسپورټونو د دفتر یو مامور دی.

د یادونې وړ ده چې تیره اونۍ د هندوستان ځینو رسنیو رپورټونه خپاره کړي و چې امریکا به پاکستانیانو ته نورې ویزې نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG