د لاس رسي وړ اتصالات

په پکتیکا کې ۱۷ طالبان او یو پولیس قوماندان وژل شوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د پکتيکا پوليس وايي چې په ارګون ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې تر پنځلسو ډېر طالبان او د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوي دي.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند شاه محمد آرين نن شنبه ډسمبر پنځمه(لېندۍ۱۵) امريکا غږ ته وويل چې جګړه تېره شپه د ارګون ولسوالۍ د پيرکوتي په سيمه کې د طالبانو د کمين نه وروسته شوې.

هغه زياته کړه "لومړی طالبانو د سيمه ييزو پوليسو پر قوماندان عيدمحمد او د هغه پر ساتونکو بريد وکړ او وروسته جګړه ونښته."

د ښاغلي آرين په وينا پدې نښته کې د ارګون ولسوالۍ لپاره د سيمه ييزو پوليسو قوماندان لومړی ساتنمن عيدمحمد او ۱۷ وسله وال طالبان ووژل شول.

هغه وويل، قوماندان عيد محمد چې په مملې مشهور و، د نږدې دوو لسيزو راهيسې د افغان حکومت د پوليسو په ليکو کې پر مختلفو بستونو دنده ترسره کړې وه او دغه راز يې د سيمه ييزو پوليسو په ايجاد کې هم مهم نقش لوبولی.

تر دا مهاله وسله والو طالبانو د يادې جګړې او د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

XS
SM
MD
LG