د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستانی جنرال د افغان سولې د خبرو بیا پیلیدل غواړي


د ولسمشر مرستیال جو بایډن د پاکستان د پوځ د قربانیو ستاینه وکړه او د خپل هېواد یو متحد یې وبللو
د ولسمشر مرستیال جو بایډن د پاکستان د پوځ د قربانیو ستاینه وکړه او د خپل هېواد یو متحد یې وبللو

راحیل شریف په واشنگټن کې له پوځي او سیاسي چارواکو سره په خبرو کې تر هر څه ډیر د افغانستان پر سولې ډیرې خبرې وکړې.

د پاکستان د پوځ لوې درستیز که څه هم د رسنیو په حواله بې له رسمې بلنې واشنګټن ته راغلی و، خو د پنځو ورځو په لړ کې یې د امریکا له ګڼو جګپوړو چارواکو سره خبرې اترې وکړې.

راحیل شریف د ولسمشر باراک اوباما له مرستیال جون بایدن سربیره د اتو نورو جگپوړو سیاسي او پوځي امریکايي چارواکو سره جلا جلا غونډې وکړې.

د سفر په پیل کې جنرال راحیل د امریکا د مرکزي استخباراتو د ادارې CIA له مشر جان برینن سره د دې ادارې په مرکز کې ولیدل. دغه غونډه څو ساعته اوږده وه او په پای کې د پاکستاني پوځ د عامه اړیکو یا ISPR ددې لیدنې یوازي یو انځور او دری پیغامونه ټویټ کړل.

د پوځ ویاند د لوی درستیز سره مل و او د هرې غونډې یو انځور به یې ټویټ کولو.
د پوځ ویاند د لوی درستیز سره مل و او د هرې غونډې یو انځور به یې ټویټ کولو.

​دوهمه ورځ ښاغلي راحیل په پنټاگان کې د دفاع وزیر اشټون کارټر سره، د وسله والو ځواکونو له لوی درستیز جوزف ډنفورډ او او د مرکزي قوماندې یا سنتکام له مشر لویډ اسټین سره ولیدل. په دریمه ورځ یې د بهرنیو چارو له وزیر جان کیري او په څلورمه ورځ یې د مرستیال جمهور رئیس جو بایډن سره ولیدل.

د هر یو چارواکې او پوځي مقام سره تر لیدلو وروسته د پاکستان د پوځ ویاند همدا ډول ټویټونه وکړل "جنرال شریف د پاکستان موقف تشریح کړ، راتلونکې ننگونې یې په گوته کړې، د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې یې د پوځ عملیات بریالي وبلل، او په افغانستان کې یې د سولې د خبرو اترو پر بیا پیلولو کې د ونډې اخیستو تیاری وښود".

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر دغه راز خبر ورکړ چې"امریکایي لوري د پاکستان د قربانیو ستاینه وکړه، په افغانستان کې یې د سولې د خبرو اترو په بیا پیلولو کې د پاکستان له ونډې مننه وکړه، د ضرب عضب عملیات یې بریالي وبلل او پاکستان یې په سیمه کې د متحده ایالاتو یو مهم متحد هیواد وبللو".

جنرال څه وویل؟

د پاکستان لوی درستیز د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو له غښتلې کمیټې سره هم ولیدل
د پاکستان لوی درستیز د سنا د مجلس د بهرنیو اړیکو له غښتلې کمیټې سره هم ولیدل

د پاکستان دننه او آن په افغانستان کې واشنګټن ته د جنرال راحیل شریف سفر په اړه ګنګوسې ډیرې وې.

پاکستاني رسنیو کې داسې پوښتنې بربنډې شوې چې واشنګټن ته د صدراعظم نوازشریف تر سفر لږ وروسته جنرال شریف دقیقا د څه لپاره واشنګټن ته تللی دی.‌

پاکستان کې دننه ګڼ خلک پوځ د هیواد په سیاسي چارو کې ډیر واکمن ګڼي.

د خپل هېواد په سفارت کې یوشمېر پاکستانیانو ته د یوې لیکل شوي وینا نه پرته، په واشنگټن کې د جنرال راحیل شریف ټولې غونډې له رسنیو پټې وې او د مالوماتو د ترلاسه کولو یوازینۍ منبع د پاکستاني پوځ د ویاند تویټونه وه.

د پاکستان د پوځ مشر پداسې حال کې له امریکايي چاروکو سره د افغانستان د سولې د بهیر په اړه خبرې کړي چې افغان حکومت له طالبانو سره د خبرو نه پښه ایستلې او ټینګار کوي چې د پاکستان پر صداقت او منځګړیتوب باور نلري.

XS
SM
MD
LG