د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان: د افغانستان قوت ورو توپ اچوونکي دي


راشد خان په آی پي ال کې ښه ځلېدلی دی
راشد خان په آی پي ال کې ښه ځلېدلی دی

راشد خان وايي ورو توپ اچونه/ سپن باولینګ د افغانستان د قوت نښه ده.

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان وايي چې د افغان ورو توپ اچوونکي به هند ته سرخوږی جوړوي.

راشد خان د فرسټ پوسټ ویپاڼې ته په ځانګړې مرکې کې وویل "هر هېواد خپل قوت لري. هند ښه بیټسمینان لري، انګلېند، اسټرالیا او نیوزلیند بیا ښه تیز توپ اچوونکي لري. د افغانستان ځانګړتیا ورو توپ اچوونکي دي."

له هغه وپوښتل شول چې ایا هندي لوبغاړي به د ټسټ په لوبې کې د هغه باولینګ ته چمتو وي؟ راشد وویل "زه اوس د ورو توپ اچونې د پنځو ډولونو تمرین کوم او هڅه مې دا ده چې همدغه ډول بالونه په ټسټ کې وکړم." هغه د خپل باولینګ د دغو نویو ډولونو په اړه ډېر معلومات ورنکړل.

راشد خان همدغه راز وویل چې دی یوازې نه دی بلکې افغانستان ځوان ورو توپ اچونکي ډېر لري. هغه وايي د اکتوبر په میاشت کې د افغانستان پریمیر لیګ سیالۍ دي او په خبره یې نړۍ به د افغانستان نوي ځوان ورو توپ اچوونکي وویني.

راشد خان دا مهال د آی پي ال په سیالیو بوخت دی. ټاکل شوې چې افغانستان د جون په ۱۴ له هند سره خپله لومړنۍ تاریخي ټسټ لوبه وکړي. دا مهال لسګونه افغان لوبغاړي په هند کې دغې لوبې ته په تیاریو بوخت دي.

افغانستان له هند سره تر ټسټ لوبې مخکې له بنګلدېش سره د ۲۰ اورونو درې لوبې لري چې د جون په درېیمه پیل کیږي.

XS
SM
MD
LG