د لاس رسي وړ اتصالات

راشد خان په لومړي ځل آی پي ال کې کپتاني وکړه او لوبه یې وګټله


افغان لوبغاړی راشد خان
افغان لوبغاړی راشد خان

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د هند په لوی تجارتي لیګ (آی پي ال) کې د خپلې لوبډلې ګجرات ټایټنز کپتاني وکړه.

د یکشنبې اپریل ۱۷ (۲۸) په لوبې کې د ګجرات د لوبډلې کپتان پانډیا ناروغ و او مرستیال کپتان راشد خان ته یې د لوبډلې مشري وسپارله.

د دوی لوبډله د چینايي لوبډلې ته ماتې ورکړه او لوبه یې وګټله.

راشد خان د لوبې په یوې حساسې شېبې کې په ۲۱ توپونو ۴۰ منډې وکړې او د خپلې لوبډلې بری یې یقیني کړ.

راشد خان د ګجرات لوبډلې مرستیال کپتان دی او لومړی افغان شو چې په دغو سیالیو کې د یوې لوبډلې مشري او لوبه ګټي.

په آی پي ال کې د راشد خان تر څنګ محمد نبي، رحمان الله ګربز، نور احمد لکڼوال او فضل حق فاروقي هم لوبېږي خو تر دې دمه هغوی ته د لوبو چانس ورکړل شوی نه دی.

آی پي ال د کرکټ په نړۍ کې تر ټولو لوی تجارتي لیګ بلل کېږي چې میلیاردون هندي روپۍ په کې پانګونه کېږي.

XS
SM
MD
LG