د لاس رسي وړ اتصالات

آی پي ال؛ راشد خان ګجرات ته لوبه وګټله او د غوره لوبغاړي‌ جایزه یې واخیسته


راشد خان په آی پي ال کې خپلې لوبډلې ته لوبه وګټله
راشد خان په آی پي ال کې خپلې لوبډلې ته لوبه وګټله

د هند په مشهور تجارتي لیګ (آی پي ال) کې د چهارشنبې په ورځ اپریل لسمه (حمل ۲۲) د کجرات ټایټنز لوبډلې په یوې په زړه پورې لوبې کې د راجستان رایلز لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د لوبې پچه د ګجرات ټایټنز لوبډلې کپتان وګټله او راجستان رایلز ته یې د منډو کولو بلنه ورکړه.

د راجستان لوبغاړو په ټاکل شویو ۲۰ اورونو کې ګجرات ټایټنز ته د ۱۹۷ منډو هدف وټاکه. د لوبې مبصرینو ویل چې دا هدف د ګټې دی.

د راجستان په لوبډلې کې تر ټولو ډېرې منډې ۶۸ د دغې لوبډلې کپتان سنجو سامسن وکړې، خو د لوبې ستوری افغان لوبغاړی راشد خان شو.

راشد خان په خپلو څلورو اورونو کې ۱۸ منډې ورکړې او د انګلنډ جاس بټلر یې هم وسوځوه. دا د ای پي ال غوندې سیالیو کې د یو بالر لپاره غوره توپ اچوونه بلل کېږي، په دې مانا چې د راشد خان په هرو شپږو توپونو باندې پنځه منډې شوې او یوازې یوه څلوریزه پرې وهل شوې ده.

د لوبې غوره شېبه هغه وخت وه چې په وروستي توپ باندې دوې منډې پاتې وې او راشد خان توپ وهنې ته ولاړ و. د راجستان توپ ‌اچوونکي اوېش خان بالینګ کاوه او راشد خان یې په وروستي توپ باندې ښکلې څلوریزه ووهله او لوبه یې وګټله.

د لوبې مبصرینو ویل چې راشد خان د شل اورونو بهترین لوبغاړی دی او په داسې حالاتو کې توپ‌ اچوونکو ته سخته وي، چې راشد خان ته بال وکړي.

راشد خان په ۱۱ توپونو ۲۴ چټکې منډې وکړې، لوبه یې وګټله او د لوبې غوره لوبغاړي جایزه یې هم ترلاسه کړه. دا یې د ۲۰۲۴ کال په روان سیزن کې د غوره لوبغاړي لومړۍ جایزه ده چې ترلاسه کوي. دا لوبه د هند په جیپور کې وه.

ګجرات تر دې دمه شپږ لوبې کړې چې درې یې ګټلې او درې یې بایللې دي او د لسو لوبډلو په منځ کې په شپږم مقام کې دی.

د ګجرات ټایټنز په لوبډلې کې دوه نور افغان لوبغاړي عظمت الله عمرزی او نور احمد لکڼوال هم لوبېږي. درې نور افغان لوبغاړي محمد نبي د ممبۍ انډینیز او رحمان الله ګربز او الله محمد غضنفر د کولکتې نایټ رایډرز سره لوبېږي. فضل حق فاروقي د سنرایزر حیدراباد او نوین الحق د لکهنو لوبډلو غړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG