د لاس رسي وړ اتصالات

د کرکټ په نړیوال کتاب کې د راشد خان نوم ثبت شو


دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کوم لوبغاړي نوم او تصویر په دغه کتاب کې خپریږي
دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د کوم لوبغاړي نوم او تصویر په دغه کتاب کې خپریږي

د کرکټ د نړۍ د مشهور کتاب ویسډن په تازه ګڼې کې د نړۍ د یو شمېر مهمو لوبغاړو نومونه او تصویرونه خپار شوي چې یو هم په کې افغان لوبغاړی راشد خان دی.

د ویسډن کتاب له ۱۸۶۴ کال راپدېخوا هرکال یو وار چاپیږي او دومره معتبر کتاب دی چې د "کرکټ انجینل" یي بولي، په دې مانا چې د ډېرو مهمو لوبغاړو یادونه په کې کیږي. د انګلنډ د کرکټ یو پخواني لوبغاړي جان ویسډن په لومړي ځل دا کتاب چاپ کړ.

دا لومړی ځل دی چې دا کتاب د ۲۰ اورونو د نړیوالو سیالیو د کوم مخکښ لوبغاړي نوم، تصویر او د هغه په اړه معلومات خپروي. او بیا هم دا لومړی ځل دی چې ویسډن د افغانستان د لوبغاړي راشد خان په اړه معلومات خپروي.

د کرکټ د نړیوالې شورا د درجه بندۍ په اساس راشد خان د ۲۰ اورونو په سیالیو کې لومړی توپ اچوونکی دی. راشد دا مهال د هند د آي پي ال په سیالیو کې بوخت دی او تر مخکې د اسټرالیا د بګ بش په مشهورو سیالیو کې هم ولوبېده او په دغو سیالیو کې د کال د ښه لوبغاړي لقب هم ورکړل شو.

د ویسډن د ۲۰۱۸کال په ګڼې کې د هند ویرات کولي د غوره لوبغاړي په توګه یاد شوی دی. همدغه راز په کتاب کې په لومړي ځل د انګستان د ښځو د لوبډلې د دریو لوبغاړو او د هند او یسټ انډیز د ښځو د لوبډلو د دوو لوبغاړو په اړه هم معلومات او د هغوی تصویرونه خپاره شوي دي.

دا کتاب د هر لوبغاړي او لوبغاړې لوبو او پر لوبو یې اغیز ته په کتو هغوی غوره کوي، تصویرونه او په اړه یې معلومات خپروي.

تر راشد خان او کوهلي مخکي د سرېلنکا د پخواني کپټان کمار سنګاکار، هند پخواني لوبغاړي ورېندرسیواک او ځینو نورو مهمو لوبغاړو نومونه هم خپاره شوي وو. په دغه کتاب کې د لوبغاړو د نومونو او تصویرونو خپرېدل یو ډول ویاړ بلل کیږي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG