د لاس رسي وړ اتصالات

ناڅرګندو وسله والو کابل کې پخوانۍ خبریاله مینه منګل وژلې


پخوانۍ خبریاله او د ولسي جرګې د فرهنګې کمېسیون مشاوره مینه منګل نن سهار په کابل کې د ناڅرګندو کسانو په برید کې وژل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپل ټوېټر لیکلي چې، اغلې منګل نن شنبه سهار ۷ بجې او ۲۰ دقیقې د کابل ښار د اتمې امنیتي حوزې اړوند کارته نو سیمه کې ترور شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له‌مخې حمله کوونکي د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

رحیمي ویلي چې په دې اړه د دوی څېړنې پيل شوي​ او عاملین به یې ډېر ژر ونیول شي.

که څه هم تر دا مهاله د نوموړې د ترور انګېزه معلومه نه ده، خو ویل کېږي چې هغه د کورني تاوتریخوالي قرباني شوې ده.

مینې منګل دا مهال د ولسي جرګې په فرهنګې کمېسیون کې د مشاورې په توګه کار کاوه.

د ولسي جرګې غړې راضیه سادات منګل امریکا غږ ته وویل، چې نوموړې له یوې بېوزلې کورنۍ څخه وه او د خپلې کورنۍ لپاره د نفقې پیدا کولو لپاره یې د خپل تقاعد شوي پلار اوږه سپکه کړې وه.

اغلې سادات منګل زیاته کړه چې د نوموړې کورنۍ له عدلي طب څخه د هغې د جسد د وړلو توان هم نه لاره:"یوه عاجزه نجلۍ وه، پلار پخوانی تقاعد شوی ډګر وال دی، عاجز خلک دي، بېوسه خلک دي."

نوموړي زیاته کړه چې مینې منګل ته تر دې مخکې هم د ناڅرګندو کسانو لخوا پر ټلیفون ګواښونه کېدل.

پر همدې مهال د افغانستان د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه د اغلې منګل مړینه د خبریالۍ په ډګر کې یوه لویه ضایع بولي.

د افغانستان د خپلواکو ژورنالستانو د ملاتړ بنسټ مرستیال حجت الله مجددي امریکا غږ ته وویل:"له حکومت څخه غواړو چې د دغه لړۍ مخنیوی وکړي، جدي اقدامات وشي، چې دغه لړۍ نوره بنده شي، حکومت باید د خبریالانو امنیت ته جدي پام وکړي."

ښاغلي مجددي زیاته کړه چې یاده پېښې د دوی لخوا هم په جدي ډول څېړل کېږي.

اغلې منګل تر دې مخکې په کابل کې له اریانا، شمشاد او لمر ټلوېزیونونو سره کار کړی دی.

د یادونې وړ ده چې د روان ۲۰۱۹ کاله له پیله تر دا مهاله پنځه افغان خبریالان د نا څرګندو کسانو لخوا وژل شوي او ۲ نور ټپيان شوي دي.

تر دا مهاله پر مینې منګل د حملې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

XS
SM
MD
LG