د لاس رسي وړ اتصالات

یوناما افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو د 'زیانونو' په اړه څېړنې کوي


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا (یوناما) په خوست او کونړ ولایتونو کې د پاکستان هوايي بریدونو کې د ښځو او ماشومانو د تلفاتو د راپورونو په اړه «ژوره» اندېښنه ښودلې او ویلي دې چې په دې اړ څېړنې کوي.

د طالب چاراکو په وینا وړمه شپه د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ ځینو سیمو کې د پاکستان پوځ هوايي بریدونو کې لږ تر لږ ۳۶ کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

له دې سره هم مهاله د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ په «چوګام» سیمه کې د پاکستاني ملېشو توغندیزو بریدونو کې د یوې کورنۍ شپږ غړي وژل شوي دي. سیمه یزو طالب چارواکو ویلي چې په وژل شویو ملکیانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ (یوناما) د یکشنبې په ورځ اپرېل ۱۷ (وري ۲۸) په خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې ملکي وګړي باید هیڅ کله هدف ونه ګرځول شي.

ملګرو ملتونو زیاته کړې: "يوناما په سيمه کې دحقایقو دموندلو او د رامنځته شويو زيانونو دکچې د معلومولو هڅه کوي."

له سیمې عیني شاهدانو ویلي چې پاکستاني الوتکو په سپېرې ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو کمپونه بمبار کړي دي، ویل کیږي چې زیاته مرګ ژوبله وزیرستاني کډوالو ته رسېدلې ده چې له څو کلونو په دغه ولسوالۍ کې مېشت دي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تیره ورځ د یادو بریدونو په غبرګون کې تیره ورځ په کابل کې د پاکستان سفیر منصور احمد خان احضار کړ او ویې ویل چې راتلونکې کې باید د ورته بریدونو د تکرار مخه ونیول شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګون وښودی. ښاغلي مجاهد رسنیو په لېږلې غږیز پیغام کې د پاکستان بریدونو ته په غبرګون کې ویلي و چې ورته بریدونه به د افغانستان او پاکستان اړیکې زیانمنې کړي.

نوموړي زیاته کړې وه چې پاکستان دې په داسې مسائیلو د افغانانو حوصلې نه ازمويي او په خبره یې چې بیا تکرار به یې «بدې» پایلې ولري.

عامو افغانانو هم په خوست او کونړ ولایتونو کې پر ملکي وګړو د پاکستان هوايي بریدونو ته غبرګونونه ښودلي او تیره ورځ ناوخته د خوست ولایت اوسېدونکي د پاکستان پر ضد لاریونونه وکړل.

مظاهره کوونکو «مرګ پر پاکستان» شعارونه ورکول او د خوست ولایت په سپېرې ولسوالۍ کې د پاکستان د بریدونو د غندلو ترڅنګ د یادو بریدونو د بندولو غوښتنه کول.

مظاهره کوونکي چې شمېر یې سلګونو ته رسېده د طالبانو له حکومت څخه وغوښتل چې د ورته بریدونو مخه ونیسي. د پاکستان حکومت تر دامهاله رسماً په خوست او کونړ کې د ملکي وګړو هدف ګرځولو په اړه څه نه دي ویلي، خو تیره ورځ په کابل کې د دغه هیواد د سفارت ویاند دغه هوايي بریدونه وغندل.

د پاکستان پوځ په تیرو شلو کلونو کې د پخوانیو ولسمشرانو حامد کرزي او محمد اشرف غني د واک پر مهال هم په کونړ، ننګرهار، خوست او کندهار ولایت کې هم توغندیز بریدونه کړي و چې له امله یې ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبلې رسېدلې وه.

XS
SM
MD
LG