د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا پریکړه لیک ته غبرګونونه


د امنیت شورا د جمعې د ورځې ډسمبر ۲۹ (مرغومې اتمه)‌ پریکړه لیک ته چې د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي سينيرلي اوغلو له خوا افغانستان او د طالبانو رهبرۍ سره د تعامل د بڼې او په ځانګړي ډول ددغه هیواد لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو له وړاندیز سره تصویب شو غبرګونونه ښودل شوي دي.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د ایکس په ټولنیزه شبکه کې ددغه پریکړ لیک د چمتو کولو لپاره په دغه ټولنه کې د متحده عربي اماراتو او د جاپان له استازولیو مننه کړې ده.

ښاغلي فایق لیکلي:" مونږ د سولې د پیاوړتیا، د نړیوال اصولي بیا ادغام او د ښځو د ځواکمنیدو لپاره ستاسو ژمنتیا ستایو. د افغانستان د روښانه راتلوونکی لپاره ستاسو هڅې اغیزمنې دي. ددې هدف لپاره ستاسو د ژمنې څخه هم مننه کوم."

د بشري حقونو د نړیوال سازمان د ښځو د چارو مشرې هیدر بار په ملګروملتونو کې د فرانسې، سویس او مالټا د استازولیو څخه په افغانستان کې د ښځو د حقونو څخه د ملاتړ لپاره مننه کړې ده.

خو د بشري حقونو د څار د سازمان دغې چارواکې د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې دا چې د افغان میرمنو ځینې غوښتنې د امنیت شورا په پریکړه لیک کې له پامه غورځیدلي د اندیښنې وړ دي.

میرمن بار ویلي:"د افغان میرمنو [غوښتنې] ډیرې څرګندې وې، د طالبانو [له خوا ] د بشري حقونو سیستماتیکې سرغړونې ته د پای ټکی ایښودل د هرډول عادي کیدو لپاره په مطلبق ډول یوه مخکې له مخکې اړتیا ده."

په پخواني جمهوري نظام کې د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي چې د ملګروملتونو د امنیت شورا د جمعې د ورځې تصویب شوی پریکړه لیک قوي او کمزورې ټکې لري.

ښاغلي نبیل د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې په دغه پریکړه لیک کې افغانانو په اړه پراخو مسایلو ته د هغې له ډلې بشري حقونو، بشري مرستو، امنیت او پرمختګ اړوند مسلو ته ځای ورکول په افغانستان کې شتو ګواښونو ته د حل لارې د موندلو لپاره د نړیوالې ټولنې د ژمنتیا څرګندونه کوي.

رحمت الله نبیل د ښځو په مشارکت، د ښځو حقونو، ماشومانو، اقلیتونو پر حقونو ټینګار معنی لرونکی تعامل او خبرو لپاره د لارې نقشه او د منظمو او اغیزمنو لومړیتوبونو ترسره کول په دغه پریکړلیک کې د مثبتو ټکو په ډله کې شمیرلي دي.

همداشان هغه ویلي چې د نړیوالې ټولنې د حضور د ساتلو لپاره افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه پلاوي د ماموریت څخه پرله پسې ملاتړ، په خپلواک ډول ارزونې ته مثبته پاملرنه او د هغې د عملي کیدو تائیدول، د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د متخصیصینو په شتون کې د ځانګړي استازي ټاکل هم ددغه پریکړه لیک په مهمو نکتو کې یاد کړي دي.

رحمت الله نبیل ویلي:" په پریکړه لیک کې ترډیره د تشویقي اوغوښتنو له کلیمو څخه کار اخیستل شوی او د ځانګړو پړاونو لپاره د کوم ځانګړی مهلت په اړه څه نه دي ویل شوي او که چیرې یو ښکیل اړخ دغو غوښتنو ته پاملرنه ونکړي د کوم اقدام سره به مخ شي هم څه نه دي ویل شوي، دا کار کیدای شي د پریکړه لیک عملي کیدل ستونزو سره مخ کړي."

ښاغلي نبیل ویلي چې د یوناما او یا د ځانګړي استازي سره د ځانګړي استازي د اړیکو په برخه کې د پریکړه لیک جمله بندي کیدای شي د "سرخوږي یا د بالقوه وظیفوي مداخلي"سبب شي چې کیدای شي د سرچینو له لاسه ورکولو او د نړیوالې ټولنې د مرستو اغیزمنتیا کمه کړي.

افغانستان په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي ځانګړي همغږي کوونکي او خپلواک ارزونکي فریدون هادي سينيرلي اوغلو خپل راپور تیره میاشت ملګروملتونو عمومي منشي ته سپارلی وو.

د ښاغلي اوغلو په راپور کې په نړیوال سیستم کې د افغانستان ادغام د طالبانو د ادارې له خوا د نړیوالو مسوولیتونو منل او د بین الافغاني ډیالوګ د رامنځ ته کیدو پورې مربوط ګڼل شوي دي. همداشان هغه په دې برخه کې د یو ځانګړي استازي د ټاکلو وړاندیز هم کړی دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د جمعې د ورځې په پرېکړه لیک کې د ملګروملتونو د عمومي منشي انتونیو ګوتیرش څخه غوښتل شوي چې د ښاغلي اوغلو د سپارښتونو د ترویج لپاره په ځانګړي ډول د جنسیت او بشري حقونو په برخه کې معرفي کړي.

د افغانستان له ملي حاکمیت، خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او همدارنګه د دغه هېواد د خلکو پر دوامداره ملاتړ ټینګار شوی دی.

په دغه پریکړه لیک کې بشردوستانه مرستې، د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړې توګه د ښځو، نجونو، د مذهبي او قومي لږکیو حقونه، امنیت، ترهګرۍ، نشه یي توکي، ټولنیز او اقتصادي کړکیچ، خبرې اترې او ډیالوګ، حکومتولۍ، د قانون حاکمیت د هغو ننګونو څخه ګڼل شوي چې افغانستان اوس وخت ورسره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په پریکړه لیک کې د سولې او امنیت د ټینګښت په هڅو کې د ښځو د بشپړ، مساوي او معنی لرونکي ونډې پر اهمیت هم ټینګار شوی دی.

د طالبانو حکومت لا تراوسه پورې د ملګروملتونو د امنیت شورا دغه پریکړلیک ته غبرګون نه دی ښودلی، خو د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د روان ۲۰۲۳ کال د ډسمبر ۱۹ ( لیندۍ ۲۸) کابل کې افغانستان لپاره د بیتانیا د شارژدافیر رابرت ډکسن سره په کتنه کې افغانستان لپاره د ملګروملتونو د ځانګړي استازي ټاکلو سره مخالفت ښودلی و.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي وو:"ده همداراز د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکونکي وروستي راپور زیاتره موارد مثبت وبلل خو هغه د وړانديز هغه برخه له اوسنیو شرایطو سره سم او مناسبه ونه ګڼه چي د افغانستان لپاره دي کوم نوی خاص استازی وټاکل شي."

د روسیې فدراسیون وضاحت

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د جمعې ړ ورځې دغه پریکړه لیک د ۱۳ موافقو رایو تصویب شو، خو روسیې او چین ددغې پریکړې سره اختلاف وښود.

په ملګروملتونو کې د روسیې د فدراسیون د دایمي استازولۍ مرستیالې آنا اوستیګنیوا، د پریکړه لیک د تصویب وروسته ددغه پریکړه لیک له ځینو برخو څخه هرکلی کړی او ویلي دي چې په پریکړه لیک کې مهمو مسایلو ته لکه تروریستي ګواښونو، نشه يي توکو بشرپاله مرستو، په افغانستان کې بشري حقونو، په ښه ډول د سیاسي فعالیتونو، بشرپاله او پرمختګ په اړه د ډاډ ترلاسه کولو لپاره د کړنلارې ترتیبول تائیدوي.

خو میرمن اوستیګنیوا ددې پریکړه لیک د تصویب په اړه په یوه خپره کړې اعلامیه کې ویلي چې په هوښیارانه ډول د وضعیت ارزونه او په ې برخه کې د طالبانو غبرګون ته پاملرنه مهمه ده، ځکه چې د میرمن د میرمن اوستیگنیوا په وینا د افغانستات پرمختګ ورسره تړلی دی او روسیې له پیله په دې مسله ټینګار کوه.

د روسیې دغې استازې ویلي:" په دې برخه کې زه دا فرض کوم چې د مللګروملتونو عمومي منشي د یو ځانګړي استازي د ټاکلو پر مهال د چارواکو (طالبانو) سره عملا سلامشورې وکړي او د امنیت شورا د ټولو غړو نظریات به هم په پام کې ونیسي. دا یو اصولي شرط دی چې مونږ له پیل څخه ورباندې ټینګار کوه. مونږ غواړو چې دا روښانه کړو چې پرته له دې چې د اوسنیو واکمنو (طالبانو) د تائید پرته به د عمومي منشي له پریکړې ملاتړ ونکړو."

د روسیې استازې ویلي چې هیواد یې دې پایلې ته رسیدلی چې د افغانستان مسله یوازې هغه مهال د ټپه دریدلي حالت څخه وتلی شي چې د طالبانود چارواکو سره منظمي او حوصله لرونکي خبرې دوام ولري او ځینې لودیځ مرسته کوونکي د خپلو معمولو الفاظو څخه د بشرپاله مرستو په چارو کې له لاس وهنې څخه لاس واخلي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG