د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: نړۍ کې د جبري بیځایه شویو شمیر له ۱۱۴ میلیون تنو څخه واوښت


ملګري ملتونه وايي، په نړۍ کې د جبري بې ځایه شویو کسانو شمېر تر ۱۱۴ میلیونو زیات اټکل شوی، چې دا یوه بې سارې شمېره ده.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) او د ملګرو ملتونو د مهاجرت ادارې د چهارشنبې په ورځ اکتوبر ۲۵ (لړم دریمه) په یوه ګډه اعلامیه کې وویل: "د هغو خلکو شمی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د جګړې، ځورونې، تاوتریخوالي او له بشري حقونو څخه د سرغړونو له امله بې ځایه شوي ښایي د شپتمبر د میاشتې تر پایه له ۱۱۴ میلیون تنو څخه اوښتی وي."

دغې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال په لومړۍ نیمايي کې د بې ځایه شویو اصلي لاملونه په اوکراین، سوډان، میانمار او د کانګو دیموکراتیک جمهوریت کې شخړې، په افغانستان کې اوږدمهاله بشري ناورین او په سومالیا کې د وچکالۍ، سیلابونو او ناامنیو ترکیب و.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فیلیپو ګراندي وویل: "اوس د نړۍ تمرکز په غزه کې بشري ناورین ته دی چې سمه ده، خو په نړیواله کچه ډېرې شخړې د زیاتیدو او سختیدو په حال کې دي، چې د بې ګناه خلکو ژوند اخلي او د خلکو جړلې باسي."

ګراندي په یو بیان کې وویل: "د کړکېچ په حل کولو یا د نویو پیښو په مخنیوي کې د نړیوالې ټولنې پاتې راتلل د بې ځایه کیدو او بدبختۍ لامل کیږي. موږ باید ژور وګورو، د شخړو د پای ته رسولو لپاره په ګډه کار وکړو او کډوالو او نورو بې ځایه شویو ته اجازه ورکړو چې خپلو کورونو ته ستانه شي چې بیرته خپل ژوند پیل کړي."

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په نړۍ کې د جبري بې ځایه کېدو په اړه د کال په منځني راپور کې ویلي وو چې د ۲۰۲۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یعنی د جون تر پایه په ټوله نړۍ کې ۱۱۰ میلیونه کسان په زوره بې ځایه شوي دي چې د ۲۰۲۲ کال په پرتله ۱.۶ میلیون زیاتوالی ښیي.

په راپور کې راغلي چې د ټولو اجباري بې ځایه شویو نږدې دریمه برخه یوازې د دریو هیوادونو - افغانستان، سوریې او اوکراین وګړي دي.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ ویاند فرانس پرس اژانس ته تایید کړه چې دا نوې شمیره د ۱۹۷۵ کال راهیسې چې دې ادارې د اطلاعاتو راټولول پیل کړي یو نوی ریکارډ دی.

د ملګرو ملتونو د بشردوستانه چارو د همغږۍ دفتر (OCHA) د راپور له مخې، پر اسرائیل باندې د حماس د اوومې نیټې د برید راهیسې د اسرائیل په غچ اخیستونکو بریدونو کې په غزه کې د داخلي بې ځایه شویو کسانو شمیر ۱.۴میلیون اټکل شوی دی.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي دي چې د هغو کسانو نیمایي چې د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي هېڅکله له نړیوالو پولو نه دي تېر شوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG