د لاس رسي وړ اتصالات

بښنې نړیوال سازمان: هیوادونه د بشري حقونو کړکیچونو ته د رسیدګۍ دوه ګوني معیارونه لري


د بښنې نړیوال سازمان د سه شنبې په ورځ مارچ ۲۸ (وري اتمه) په خپل کلني راپور کې ویلي چې پر اوکراین د روسیې د یرغل په وړاندې نړیوال عکس العمل باید د بشري حقونو پراخ نقض ته د رسیدګۍ د طرحې په توګه عمل وکړي. خو یاد سازمان غرب، نورو کړکیچونو ته په نه پام کولو تورن کړی دی.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې ویلي د ۲۰۲۲ کال په فبروري میاشت کې پر اوکراین د روسیې برید، یو هیواد او د هغه هیواد د خلک چې په سوله کې یې ژوند کاوه، له ویجاړۍ سره مخ کړل.

د بښنې د نړیوال سازمان یو څیړونکي فیلیپ لوتر ویلي:" موږ د روسیې د برید د غندلو په هدف د ملګرو ملتونو د عمومي مجموعې د رایې شاهدان وو. دا ښه کار و. د جرایمو نړیوالې محکمې د جنګي جرایمو په اړه تحقیقات پیل کړل او غربي هیوادونو اوکرایني مهاجرو ته خپلې پولې پرانیستلې. زموږ لپاره، دا اقدامات واقعا یوه طرحه وه چې څنګه تاسې د بشري حقونو د نقض پراخو مواردو ته رسیدګۍ کولی شئ."

روسیه د پراخو شواهدو سره سره، په اوکراین کې د جنایاتو یا د ملکي کسانو د نښه کولو څخه انکار کوي.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې وایي د روسیې د یرغل په وړاندې نړیوال غبرګون، د ډیرو هیوادونو دوه ګونی معیار چې روسیه یې غندلې خو د بشري حقونو د نورو کړکیچونو په وړاندې یې اقدام ندی کړی، افشا کوي.

د بښنې د نړیوال سازمان مشره اګنیس کالامارډ وایي:‌" پیوستون د اوکراین د خلکو پوروړی دی، خو دا همدارنګه د فلسطین، د خلکو، د اریتیریا د خلکو او د میانمار د خلکو پوروړی هم دی. دا په ۲۰۲۲ کال کې ترسره نشو."

راپور د ایتوپیا په غربي تیګري کې د جګړې ښکارندویي کوي چې د یو شمیر وړاندوینو له مخې، په سل ونه زره کسان پکې وژل شوي دي.

راپور وایي ۲۰۲۲ کال د اردن سیند په لویدیځه غاړه کې د فلسطینیانو لپاره په یوه لسیزه کې مرګونی کال و چې د اسراییلي ځواکونو له خوا د لسګونو ماشومانو په ګډون حد اقل ۱۵۱ کسان ووژل شول.

اسراییل ادعا کوي چې ترهګر په نښه کوي او زیاتوي چې په ترهګریزیو بریدونو کې یې ۲۳ اتباع وژل شوي دي.

د بښنې نړیوال سازمان همدارنګه په میانمار کې د کارن او کاریني اقلیتونو دوامداره ځپلو ته اشاره کوي کوم چې په سلګونه کسان وژل شوي او حد اقل ۱۵۰ زره کسان بیځایه شوي دي.

په ایران کې د ۲۰۲۲ کال په سپټمبر میاشت کې وروسته له هغه د دولت ضد مظاهرې پیل شوې چې د مهسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه نجلۍ د پولیسو په قید کې ووژل شوه. د بښنې نړیوال سازمان وایي پولیسو د مظاهرو د خواره واره کولو په هدف ډزې وکړې او په سلګونه نارینه، میرمنې او ماشومان یې ووژل.

یاد سازمان د ملګرو ملتونو د څیړنو پر اساس، چین تورنوي چې په هغه هیواد کې د اویغور مسلمانانو د بشري حقونو د نقض په وړاندې د نړیوالو نیوکو د خاموشه کولو لپاره له اجبار څخه کار اخلي.

په ۲۰۲۳ کال د بشري حقونو د نړیوالې اعلامیې ۷۵ کاله پوره کیږي، هغه اعلامیه چې د دویمې نړیوالې جګړې وروسته د ملګرو ملتونو له خوا تصویب شوه.

د بښنې نړیوال سازمان په خپل راپور کې وایي روان کال باید د بشري حقونو د ملاتړ لپاره د تغیر کال وي.

XS
SM
MD
LG