د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نوم‌لیکنه پای ته رسیدلې


د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو وزارت وایي د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نوم لیکنې بهیر تیره اونۍ پای ته رسیدلی.
د افغانستان د مهاجرینو او ستنیدونکو وزارت وایي د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نوم لیکنې بهیر تیره اونۍ پای ته رسیدلی.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت وايي،چې د پاکستان او افغانستان په موافقه په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نوم لیکنې د ګډې کمیټې تر څارنې لاندې په تېرو اوو میاشتو کې په دغه هیواد کې له اته نیمو سوو زرو څخه زیات قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو نومونه ثبت شوي دي.

د افغانستان د مهاجرینو او ستنېدونکو چارو وزارت د رسنیو په چارو کې سلاکار حفیظ احمد میاخېل امریکا غږ اشنا راډيو ته وویل، چې د نوم لیکنې بهیر پای ته رسیدلی دی.

ښاغلي میاخېل وویل" د افغانستان او پاکستان د دولتونو په توافق سره په پاکستان کې هغه افغان کډوال چې مخکې ثبت او راجستر نه وو، هغوی ثبت او راجستر شو او دغه پروسه څه موده وړاندې پای ته ورسیده او شاوخوا اته نیم سوه زره تنه زمونږ هیوادوال په پاکستان کې ثبت او راجستر شوي او هغوی ته اوس د " اې سي سي" په نوم باندې کارتونه ورکول کیږي او د دوی استوګنه په پاکستان کې قانوني کیږي".

په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نوم لیکنې د ګډې کمیټې د رپوټ له مخې، د نوم لیکنې د بهیرپه ترڅ کې ۲۲۰۱۶۹ افغان کورنۍ چې د غړو شمېر یې۸۶۱۷۰۲ ا تنو ته رسیږي، ثبت شوي دي. په دې شمېر کې ۳۵۹۱۵۶ سړي، ۳۰۳۴۹۳ ښځې او ۱۹۹۰۵۳ ماشومان شامل دي.

پاکستان حکومت د افغان حکومت سره د موافقې له مخې د زمري د میاشتې په پنځویشتمه په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغانانو د نوم لیکنې بهیر پیل کړ، چې دا بهیر د کب د میاشتې په پنځمه ورځ پای ته ورسید.

د افغان کډوالو د نوم لیکنې دا بهیر د پاکستان د خیبر پښتنخوا، بلوچستان، پنجاب او سند ایالاتونو په یوویشت مرکزونو کې، د پاکستان د مرکزي سیمو او افغان مهاجرینو د چارو د وزارت " سفران" ،"نادرا" ادارې او افغان حکومت د یو شمېر اړوندو ادارو د مخامخ څارنې لاندې بشپړ شوی دی.

د دغه بهیر لپاره مالي او تخنیکي مرستې د مهاجرت نړیوالې ادارې "آی او ایم" له خوا برابرې شوي دي.

د دغه بهیر د بشپړیدو وروسته به ټولو هغو افغانانو ته په پاکستان کې د اوسېدنې موقت کارتونه ورکړل شي، چې ورسره به په دغه هیواد کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو مسئله هم پای ته ورسیږي.

ټاکل شوې، ترراتلوونکو دوو ورځو به دغو افغانانو ته په پاکستان کې د موقتي اوسېدنې کارتونو د ورکولو بهیر هم بشپړ شي.

د دغه شمیر افغانانو سربیره شاوخوا یو میلیون او درې سوه زره نور افغانان هم په پاکستان کې د مهاجرت د قانوني اسنادو لرونکو کډوالو په توګه اوسیږي.

د ملګروملتونو د مهاجرینو د عالي کمشنرۍ د معلوماتو پراساس اوس مهال شاوخوا دوه میلیونه او سل زره افغانان په پاکستان کې د مهاجرینو په توګه ژوند کوي.

XS
SM
MD
LG