د لاس رسي وړ اتصالات

د ګوند د یووالي لپاره د جمهوري غوښتونکو هڅه


په راتلونکوڅو ورځو کې د امریکا د متحده ایالاتو د جمهوري غوښتونکي ګوند مشران به داسې فرصتونه ترلاسه کړي چې د هغوی وحدت او یا هم اختلاف به په ډاګه کړي.

لومړی کله چې د استازو مجلس د کروناویروس د کړکیچ په وړاندې د مبارزې لپاره د ۱.۹تریلیون ډالرو مرستو پلان ته رایه ورکوي او دوهم کله چې د امریکا پخوانی جمهور رئیس دونالد ټرمپ د جمهوري غوښتونکي ګوند د سختو محافظه کارو په منځ کې وینا وکړي.

د امریکا د متحده ایالاتو د کانګرس د سنا او استازو په خونه کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مشران مچ مک‌کانل او کیفین مک‌کارتي، پرته له دې چې د کانګرس پر مقر باندې د ښاغلي ټرمپ د ملاتړو د جنورۍ د شپږمې یرغل او په سنا کې د پخواني جمهور رئیس د محاکمې په هکله د ګوند دوه ټوټه کیدل په پام کې ونیسي هڅه به وکړي چې د جمهور رئیس جو بایډن د ۱.۹ تریلیون ډالرو د مرستو د پلان په وړاندې د مخالفت لپاره جمهوري غوښتونکي وکیلان متحد کړي.

خو دا نده څرګنده چې د یکشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۸د "محافظه کارانو د سیاسي اقدام د کمیټې" په وړاندې د دونالد ټرمپ د وینا وروسته به ددغو دوو جمهوري غوښتونکو مشرانو هڅه څومره عملي جنبه ولري.

د جمهوري غوښتونکو د دوه ټوټه کیدو احتمال ددې ګوند د وکیلانو د چهارشنبې د ورځې په خبري کنفرانس کې چې د جو بایډن د مرستو د مالي بستې د مخالفت لپاره جوړ شوی و، څرګند شو.

خبریالانو وپوښتل چې آیا ښاغلی ټرمپ به د یکشنبې د ورځې د پلان شوې وینا وروسته یو ځل بیا د جمهوري غوښتونکو پام ځانته راواړوي او که نه.

د استازو په خونه کې د جمهوري غوښتونکو مشر کیفن مک‌کارتي تائید کړه چې باید همداسې وشي، خو د لسو جمهوري غوښتونکو له ډلې څخه لیز چیني، چې د "یرغل د تحریک" په خاطر یې د ټرمپ د استیضاح کیدو لپاره رایه ورکړې خبریالانو ته وویل: "باور نلرم چې هغه [ټرمپ] دې د [جمهوري غوښتونکي] ګوند او یا هیواد په راتلونکې کې رول ولوبوي."

د جمهوري غوښتونکي ګوند په منځ کې د ټرمپ د پلوي او مخالفو اړخونو ترمنځ مبارزه نا انډوله ده.

وروسته له هغې چې لوړپوړي جمهوري غوښتونکي سناتور مچ مک‌کانل دونالد ټرمپ پر کانګرس باندې د جنورۍ د شپږمې یرغل په تړاو "عملاً او اخلاقاً مسوول" وګاڼه، ښاغلي ټرمپ په هغه باندې جدي لفظي حمله وکړه.

په یو تازه مورد کې ښاغلي ټرمپ تیره اونۍ مچ مک‌کانل "عبوس او تریو مخی" وګاڼه او وویل:"که جمهوري غوښتونکي سناتوران وغواړي چې د هغه سره پاته شي، بیا به کامیاب نشي."

له دې سره سره ښاغلي مک‌کانل د ټرمپ په اړه له تبصرې ډده کړې او د بایډن د حکومت د کړنو سره د مخالفت لپاره یې د جمهوري غوښتونکو پر "متحد کولو" ټینګار کړی دی.

د امریکا د کانګرس د استازو د خوني لس غړي چې د ټرمپ د استیضاح کیدو ملاتړ یې کړی په۲۰۲۲کال کې د بیا انتخابیدو لپاره د جدي ازمون سره مخامخ دي.

د دونالد ټرمپ یو سلاکار ویلي دي چې ښاغلی ټرمپ به ددغو لسو تنو د ګوندي سیالانو ملاتړ وکړي چې په وینا یې دغه لس تنه د ټرمپ سره د مخالفت بیه ادا کړي.

له بلې خوا دونالد ټرمپ د امریکا د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې د سیالۍ کولو امکان ندی رد کړی. د ۲۰۲۴کال په انتخاباتي سیالیو کې د ښاغلي ټرمپ شتون به ددې ګوند نورو احتمالي کاندیدانو ته زمینه ټنګه کړي چې په هغو کې د بهرنیو چارو پخوانی وزیر مایک پمپیو او د جمهور رئیس پخوانی مرستیال مایک پنس شامل دي.

جمهوري غوښتونکی سناتور ریک سکات، "د جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ملي کمیټې" مشري کوي، هغه ډاډ څرګند کړی چې دونالد ټرمپ به د امریکا په راتلونکو انتخاباتو کې یو کاندید وي.

د ټرمپ مخالف جمهوري غوښتونکي سناتور مت رامني وایي چې که اکثر جمهوري غوښتونکي د ټرمپ ملاتړ وکړي په وینا یې دده په څیر سنتي محافظه کاران به د جمهوري غوښتونکو کوچنی اقلیت شي.

XS
SM
MD
LG