د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د دوهم ځل لپاره د استیضاح له تورونو تبریه شو


د امریکا د متحده ایالاتو د سنا مجلس د استیضاح په محکمه کې نن د شنبې په ورځ فبرورۍ ۱۳ (سلواغې ۲۵) د امریکا پخوانی جمهور رئیس دونالد ټرمپ د امریکا پر کانګرس باندې د بلوا د هڅونې په قضیه کې تبریه شو.

وروسته له هغې چې دموکراتو څارنوالانو او د ښاغلي ټرمپ مدافع وکیلانو خپل استدلالونه وړاندې کړل، سنا د ښاغلي ټرمپ د محکومولو او یا تبریه کولو لپاره رای واچوله.

سنا ۵۷ د ۴۳ په مقابل کې جمهور رئیس ټرمپ له تورونو څخه تبریه کړ.

د ۴۸ دموکراتو سناتورانو تر څنګ دوه خپلواکو سناتورانو او اووه جمهوري غوښتونکو سناتورانو د ښاغلي ټرمپ په محکومولو رایه ورکړه، خو د کانګرس دموکراتانو ۶۷ رایو ته اړتیا درلودله چې د دریو نه دوه برخې رای ترلاسه کړي.

دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو لومړنی جمهور رئیس دی چې د جمهوري ریاست په یوه دوره کې دوه ځلې استیضاح شو.

سناتور بل کسیدي، سوزان کالینز، ریچار بار، لیسا مورکوسکي، مت رامني، بن ساسیي او پت تامي اووه جمهوري غوښتونکي سناتوران دي چې د ښاغلي ټرمپ د محکوم کیدو په ملاتړ یې رای ورکړې.

د وروستنیو دلایلو د وړاندې کولو دمخه د سنا په نننۍ غونډه کې په دې بحث وشو چې ایا د ټرمپ د استیضاح محکمې ته دې شاهدان راوستل شي که نه؟

په یو ناببره اقدام کې دموکراتو څارنوالانو وویل چې غواړي یو شمیر شاهدان د شاهدۍ لپاره راوبولي.

له بحث وروسته سنا د ۵۵ مثبتو او ۴۵ منفي رایو په نتیجه کې پرېکړه وکړه چې د استیضاح محکمې ته دې شاهدان راوستل شي. خو د ټرمپ مدافع وکیلانو ګواښ وکړ چې هغوی به هم د ولسمشر بایډن مرستیاله کاملا هریس او د استازو د خونو مشره نانسي پلوسي هم راوبولي چې شاهدي‌ ورکړي.

بالاخره، سنا پرېکړه وکړه چې محکمه دې د شاهدانو له راوستلو پرته خپله نهايي پرېکړه وکړي.

XS
SM
MD
LG