د لاس رسي وړ اتصالات

شاوخوا ۱۰۰ امریکایان اوس هم له افغانستان څخه د وتلو انتظار کاږي


په داسې حال کې چې اوس هم شاوخوا ۱۰۰ امریکایي اتباع له افغانستان څخه د وتلو انتظار کاږي، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ سپټمبر ۲۷ (تلې ۵) وویل چې د هغوی د تخیلې په وړاندې لوی خنډ دادی چې "طالبان د وړاندوینې وړ" ندي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه جګپوړي چارواکي خبریالانو ته ویلي دي چې:" له افغانستان څخه زموږ د اتباعو او نورو د ایستلو په وړاندې چې د وتلو اجازه لري، لوی محدودیت دادی چې د طالبانو وړاندوینه نشي کیدای."

دغو امریکایي چارواکو زیاته کړې، دویم لوی خنډ، د عادي تجارتي هوایي خدماتو نشتون دی څو هغه کسان چې غواړي ووځي په منظم شکل دا کار وکړي.

چارواکو اټکل کړی چې شاوخوا ۱۰۰ امریکایي اتباع او د استوګنې د دایمي کارتونو " ګرین کارټ" درلودونکي اوس چمتو دي چې له افغانستان څخه ووځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې، د یاد وزارت چارواکي له هغو خصوصي ډلو سره چې له افغانستان څخه د خپلې تخیلې لپاره الوتکې په کرایه کوي په منظم ډول په ارتباط کې دي او همدارنګه له طالبانو سره هم په دوامدار ډول په اړیکه کې څو د امریکایانو د خوندي وتلو په اړه خبري ورسره وکړي.‌

وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړ او طالبانو د اګست په وروستیو کې کابل ونیو، له افغانستان څخه شاوخوا ۱۲۴ زره کسان ایستل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي ، د اګست په ۳۱ نیټه له افغانستان څخه د ټولو امریکایي پوځیانو له وتلو سره سره ۸۵ امریکایان په دې توانیدلي دي چې له هغه هیواد څخه ووځي.

د امریکا متحده ایالتونو د روان کال د اګست په ۳۱ نیټه په افغانستان کې خپل شل کلن نظامي او ملکي حضور پای ته ورساوه او طالبان یوځل بیا په هغه هیواد واکمن شول.

XS
SM
MD
LG