د لاس رسي وړ اتصالات

سپینې ماڼۍ له افغانستان څخه د وتلو په اړه د بایډن د پریکړې دفاع وکړه


د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ (تلې۶) له افغانستان څخه د عسکرو د ایستلو په اړه د جمهور رئیس بایډن د پریکړې ملاتړ وکړ.

میرمن ساکي په یوې خبري غونډه کې وویل چې جمهور رئیس ته د نظامي مشاورینو له خوا "ویشل" شوي نظریات ورکول کیدل.

میرمن ساکي وویل:"جمهور رئیس په روښانه وویل چې مشورې "ویشل" شوي وې، هغه د افرادو خصوصي مشورې بیان نکړې او فکر کوم چې د امریکا خلک هم داسې توقع نلري. هغه د وضاحت او صداقت غوښتنه وکړه. خو بالاخره جمهور رئیس باید وروستۍ پریکړه چې د امریکا متحده ایالتونو د ګټو لپاره وي ونیسي. که ضد او نقیضي مشورې ورکړل شوي وي، د ضرورت پر اساس د یو شمیر کسانو مشورې به ونه منل شي."

میرمن ساکي څرګنده کړه، جمهور رئیس له خپلو مشاورینو څخه د وضاحت غوښتنه وکړه"هغه د یوه ډله هو ویونکو نارینه وو او میرمنو په لټه کې ندی."

د سپینې ماڼۍ ویاندې دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې امریکا د پوځ عمومي لوي درستیز مارک میلي، د سه شنبې په ورځ سپټمبر ۲۸ د امریکا د سنا مجلس د وسله والو خدمتونو د کمیټې په استماعیه غونډه کې وویل چې په افغانستان کې د امریکا شل کلنه جګړه "ستراتیژیکه ناکامي" وه.

جنرال میلي چې د دفاع له وزیر او د امریکا د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان سره یوځای د سنا مجلس استماعیه غونډه کې ګډون کړی و امریکایي وکیلانو ته په خطاب کې وویل چې د هغه په شخصي نظر باید لږ تر لږه ۲۵۰۰ امریکایي سرتیري په افغانستان کې پاته وای چې د افغانستان د حکومت د له منځه تللو او په هغه هیواد باندې د طالبانو د برلاسيکیدو مخنیوی شوی وای.

دغه لوړپوړي امریکایي پوځي وویل چې د ۲۰۲۰ کال په وروستیو کې هغه ویلي وو چې د افغانستان نه د ځواکونو په بیړه ایستل او د افغانستان شرایط په پام کې نه نیول د لاسته راوړنو د له منځه تللو او د افغانستان د حکومت د سقوط سبب کیږي.

خو د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په میاشت کې اعلان وکړ چې ټول امریکایي پوځیان دې د اګست د میاشتې ترپایه له افغانستان څخه ووځي.

ښاغلي میلي طالبانو ته د ترهګرو خطاب وکړ او وویل: "باید په یاد ولرو چې طالبان یو تروریستي سازمان و او دی او هغوی تر اوسه د القاعده شبکې سره خپلې اړیکې ندي غوڅې کړي. هیڅ نوهم نلرم چې له چا سره مقابل یو. ولیدل شي چې آیا طالبان کولای شي خپل واک وساتي او یا دا چې هغه هیواد به د یوې کورنۍ جګړې سره مخامخ شي."

هغه ټینګار وکړ چې ممکن او په زیات واقعي احتمال سره به په افغانستان کې نوې شوې القاعده شبکه او داعش د ۱۲ او ۳۶ میاشتو په ترڅ کې راوټوکیږي.

XS
SM
MD
LG