د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف پکتیکا کې ۶۵۰۰ زلزله ځپلو ماشومانو ته درسي ټولګي جوړ کړي


عکس (ارشیف)
عکس (ارشیف)

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره یونسیف وايي، چې د پکتیکا ولایت کې یې زلزله خپلو ماشومانو ته ۱۴۰ ټولګي جوړکړي، چې ۶۵۰۰ ماشومان په کې په زده کړو بوخت دي.

یونسیف د پنجشنبې د ورځې ناوخته جون ۲۲ ( چنګاښ اول) د خپل ټویټر په پاڼه د پکتیکا او خوست ولایتونو کې د تیرکال په همدې ورځ د زلزلې د پیښیدو په مناسبت لیکلي، چې په دغو ټولګیو کې په زده کړو بوخت زده کوونکو ۳۵۰۰ یې نجونې دي.

یونیسف ویلي، چې دغو ماشومانو دمخه هیڅ زده کړې نه وې کړې.

د ملګروملتونو د راپور له مخې د ۲۰۲۲ کال د جون په ۲۲ د پکتیکا او خوست په ولایتونو کې د ۵.۹ رښتر په کچه یوې سختې زلزلې کې ۱۱۶۰ کسان مړه شوي و او په سلګونو نور ټپیان شوي و.

اوس ددغې زلزلې څخه د یو کال په تیریدو د ملګروملتونو یو شمیر ادارو زلزله ځپلو کورنیو سره په دغه موده کې د خپلو مرستو په اړه معلومات خپاره کړي دي.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې یونیسف ویلي، چې ددغو ټولګیو سربیره په زلزله کې ۷ ویجاړ شوي ښوونځي یې هم نړیوال بانک او د اسیا پرمختايي بانک په مالي ملاتړ بیرته رغولي، چې شاوخوا ۳۵۰۰ ماشومان په کې په زده کړو بوخت دي.

همداشان یونیسف ویلي، چې زلزله ځپلو سیمو کې یې د ۴۰۰۰ نجونو په ګډون ۱۷۵۰۰ ماشومانو ته کتابچې او نور درسي مواد ویشلي دي.

همداشان د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ "یو این ایچ سي ار" هم د پکتیکا او خوست ولایت کې د تیرکال د زلزله ځپلو سره د دغې ادارې د مرستو په اړه ویلی، چې د پتکیکا ولایت د برمل په ولسوالۍ کې یې شاوخوا زره کورونه جوړ کړي، چې نږدې اته زره کسان په کې ژوند کوي.

د تیرکال په دغه سخته زلزله کې د پکتیکا ولایت د برمل او ګیلان او د خوست ولایت د سپیري ولسوالۍ کې شاوخوا ۴۵۰۰ کورنه هم په بشپړه ډول او یا څه ناڅه تخریب شوي و.

دمخه د ملګروملتونو د مهاجرینو عالي کمیشنرۍ په پکتیکا ولایت کې زلزله ځپلو لپاره د ۲۳۰۰ کورونو د جوړولو اعلان کړی و.

یونسیف د پکتیکا په ولایت کې ۶۵۰۰ ماشومانو ته په کلیوالو ښوونځیو کې د زده کړو د امکاناتو د برابرولو اعلان په داسې حال کې کړی، چې د طالبانو حکومت نړیوالو موسسو ته ویلي چې نور نه شي کولای د پوهنې په پروژو کې برخه واخلي.

د طالبانو د تازه لارښونې سره سم ښایي ددې پروژو چارې به ملي مرستندویه ډلو ته وسپارل شي.

په نیویارک کې د ملګرو ملتونو یو ویاند وویل چې دا اقدام به "د شاتګ په لوري یو ډارونکی ګام" وي.

یونیسف د هغو ۱۵ محلي او ۱۲ نړیوالو موسسو سره همکاري کوي چې د افغانستان په لیرې پرتو او بې وزلو سیمو کې شاوخوا ۲۱ زره کلیوالي ښوونځي چلوي.

دا ښوونځي زیاتره په هغو سیمو کې دي چې رسمي ښوونځي نلري. ددې ښوونځیو له لارې افغان ښوونکي په عامه ودانیو او کورونو کې ماشومانو ته د افغانستان ملي نصاب تدریس کوي.

یونیسف ویلي، چې په افغانستان کې یې د طالبانو له حکومت سره د ددغه ادارې د ښوونیزو پروګرامونو د ممکنه سپارلو "د مهالویش او عملي اقداماتو" پر لارو چارو خبرې کړي دي.

یونیسف په ورته وخت کې ویلي چې تر هغه مهاله به یې ښوونیزو پروګرامونو (کلیوالي ښوونځي) دوام ولري.

XS
SM
MD
LG