د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر: پر ښځو د طالبانو محدودیت، وروسته پاته فکر دی 


د پاکستان د اطلاعاتو وزیر په افغانستان کې د ښځو پر تګ راتګ او سفر باندې د محدودیتونو د لګولو په اړوند د طالبانو وروستی اقدام "وروسته پاته" او قهقرایي تفکر ګڼلی او هغه یې "پاکستان ته د خطر" په توګه بللی دی.

فواد چوهدري د دوشنبې په ورځ ډسمبر ۲۷ (مرغومي ۶) په اسلام آباد کې په یو لړ مراسمو کې افغانستان او هند ته په اشارې وویل: "ګورئ چې دوه افراطيانو ښي اړخه او چپ اړخه پاکستان احاطه کړی دی...دا چې [په افغانستان کې] ښځې نشي کولای ځانته سفر وکړي یا ښوونځي او پوهنتون ته لاړې شي ـ دا ډول وروسته پاتې فکر د پاکستان لپاره خطر دی."

ښاغلي چوهدري د طالبانو حکومت "افراطي رژیم" وباله او همداشان په هند کې یې "د هندو افراطي تفکر" مخ په زیاتیدو وباله. هغه وویل چې پاکستان ددغه "دوه افراطي فکرونو" په وړاندې "خورا ستره" او "خورا مهمه" مبارزه په مخ کې لري.

طالبانو په ښځو باندې د محدودیتونو د لږولو په یو تازه مورد کې په افغانستان کې د ټکسي او مسافروړونکو موټرو چلوونکو ته امر کړی ترڅو "هغو ښځو ته چې د ۷۲ کیلومتره واټن وړاندې سفر کوي، په هغه صورت کې چې د کورنۍ کوم نژدې کس ورسره نه وي، باید ورته د سپریدو اجازه ورنکړي."

د بشري حقونو د څار سازمان د طالبانو پدغه اقدام غبرګون ښودلی او هغه یې "د ښځو زنداني کول" ګڼلي دي.

خو طالبلنو پدې اړه انتقادونه رد کړي او هغه یې "منفي تبلیغات" ګڼلي دي. طالبانو ویلي دي چې د نارینو او ښځو په ګډون د افغانستان د ټولو اتباعو حقونو ته ژمن دي او ددې ډلې په وینا په افغانستان کې د ښځو حقونه په ځانګړې توګه د کار او تحصیل حق "د اسلامي شریعت په چوکاټ کې" مصوون دی.

XS
SM
MD
LG