د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د دوه ورک شویو امریکایانو د موندلو لپاره انعام


کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې د هر یو ورک شوي امریکايي وګړي په اړه د اطلاعاتو په بدل کې پنځه میلیون ډالر انعام ورکوي

د امریکا متحده ایالاتو په افغانستان کې د خپل دوو ورک شویو اتباعو په اړه د معلوماتو ورکولو په بدل کې د لس میلیون ډالرو انعام ټاکلی دی.

کابل کې د امریکا سفارت د چهارشنبې په ورځ اګست ۲۶مه (وږي پنځمه) ویلي که افغانان د ورک شويو امریکایانو مارک رندل فریشز او پاول ایدوین اووربي په اړه معلومات لري د پیسو په بدل کې اطلاعات ورکړي.

د امریکا سفارت د معلوماتو په اساس مارک رندل فریشنر د ۲۰۲۰ په فبرورۍ کې له ورکېدو مخکې په کابل کې ژوند کاوه.

له دې وړاندې په اسلام‌اباد کې د امریکا سفارت هم ویلي وو چې د افغانستان د سولې لپاره د متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان له لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه سره په لیدنه کې له دغه هېواد څخه د مارک فریشز په موندلو کې د مرستې غوښته کړې.

مارک فریشز د امریکا د سمندري ځواکونو تقاعد شوی غړی او د یو قراردادي شرکت مدیر دی چې د تېر لمریز کال په سلواغې میاشت کې د خوست په ښار کې وتښتول شو.

د راپورونو په اساس دغه ۵۷ کلن امریکايی د ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستان قبایلي سیمو ته انتقال شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د تېرې جمعې په ورځ امریکا غږ ته وویل چې دغه امریکايي وګړی دوی نه دی تښتولی.

همداشان په کابل کې د امریکا سفارت ویلي چې بل امریکايي وګړی پاول ایدوین اووربي د ۲۰۱۴ د مې میاشتې په نیمايي کې د ډیورنډ کرښې ته څیرمه په خوست ولایت کې لیدل شوی دی.

تراوسه کوم چا یا ډلې د دغو دوو امریکايي وګړو د تښتولو مسولیت نه دی منلی.

XS
SM
MD
LG