د لاس رسي وړ اتصالات

رینا امیري طالبانو ته: د افغانانو حقونو ته درناوی وکړئ


د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې په طالبانو غږ کړی دی چې له استثنی پرته دې د ټولو افغانانو حقونو ته احترام وکړي.

رینا امیري د "بشري حقونو د سرغړونو د قربانیانو په حقیقت او کرامت باندې د پوهیدلو د حق" په نړیواله ورځ دا خبره کړې ده.

ملګري ملتونو د مارچ ۲۴ د "بشري حقونود سرغړونو د قربانیانو په حقیقت او کرامت باندې د پوهیدلو د حق" د ورځې په توګه نومولې ده.

دا ورځ د ۲۰۱۰ کال راهیسې د بشري حقونو د قربانیانو د درناوي په توګه په نړۍ کې نمانځل کیږي.

رینا امیري د دوشنبې په ورځ مارچ۲۵( حمل شپږم) په یو پیغام کې ویلي: "له طالبانو غواړم چې د ټولو افغانانو حقونو ته درناوی وکړي اود ورکو شویواو نیول شویو قربانیانو کورنیوته چې د خپلو خپلوانو د ساتنې د ځایونو لپاره د حقیقت په لټه کې دي ځواب ویوونکي اوسئ."

رینا امیري د طالبانو څخه د افغانانو حقونو ته د درناوی دا غوښتنه په داسې حال کې کړې چې د رواداري په نوم په افغانستان کې د بشري حقونو د څار یوې ادارې د مارچ په روانه میاشت کې په یو راپور کې وویل چې په افغانستان کې د خلکو بشري وضعیت د مختلفو اړخونو څخه لا خراب شوی دی.

رواداري ویلي چې د ژوند د حق څخه د سرغړونې سربیره، د طالبانو له خوا خپلسراو غیرقانوني نیول، شکنجه، ناسم چلند او د بندیانو وژل، په جبري ډول ترې تم کیدل او په ظالمانه توګه د سزا ګانو ورکول په افغانستان کې د ناسم بشري وضعیت څرګندونه کوي.

همداشان دغې ادارې ویلي چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته د رسیدلو را وروسته دغې ډلې په بنسټیز او سیستماتیک ډول د ټولنیز، اقتصادي، سیاسي او فرهنګي ژوند څخه د ښځو د حذفولو لپاره اقدمات کړي دي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا هم ویلي چې په افغانستان کې بشري وضعیت مخ په خرابیدو دی او طالبان د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې ناکام شوي دي.

طالبانو تراوسه د رینا امیري دغو څرګندونو ته غبرګون نه دی ښودلی، خو ددې دمخه د طالبانو حکومت ویلي و چې په افغانستان کې د شریعت په چوکاټ کې د ښځو او نجونو په ګډون د دغه هیواد د ټولو اوسیدونکو حقونو ته ژمن دی.

همداشان دغه حکومت ویلي چې د بشري حقونو څخه د طالبانو د سرغړونو په اړه د نړیوالو ادارو راپورونه بې اساسه او د طالبانو د نظام په اړه د پروپاګند یوه برخه ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG