د لاس رسي وړ اتصالات

متحده ایالتونه د افغانو مېرمنو ملاتړ ته دوام ورکوي - رینا امیري


د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري
د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري

د افغانو ښځو، نجونو او بشري حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د ښځو د نړیوالې ورځې په مناسبت، د افغانو ښځو او نجونو زړورتیا ستایلې او په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ او د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره یې په ټولنه کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی دی.

امیري د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې وویل: "هغه ډول چې افغانې ښځې په سیستماتیک ډول د ژوند له هر برخې نه محرومېږي او محدودیږي او له خپلو حقونو نه خوند نه شي اخیستلای، له سختو عواقبو سره مخ کیږي؛ دا یو بې ساری او بې مثاله وضعیت دی."

د مېرمن امیري په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو روان وضعیت نړیوالې پاملرنې او یو نړیوال لومړیتوب ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړه: "هر هغه بحث چې مو د افغانستان په اړه د طالبانو په ګډون د نړیوالې ټولنې سره کړی د افغانو ښځو د پرمختګ او بشري حقونو وضعیت ته مو لومړیتوب ورکړی."

امیري ټینګار کړی چې د نړیوالې ټولنې سره په ګډه به په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

له رینا امیري سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG