د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ او جګړې مخنیوي لپاره ټولنه کې د ښځو ګډون اړین دی


عکی: ارشیف
عکی: ارشیف

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې د اقتصادي بې ثباتۍ او د جګړې د دوام د مخنیوي لپاره په ټولنه کې د ښځو په ګډون باندې ټینګار کړی دی.

رینا امیري د سه شنبې د ورځې ناوخته مارچ پنځم ( کب ۱۵) د ایکس په ټولنیزه شبکه د مارچ میاشت کې د ښځو نړیوالې ورځې د نمانځلو اهمیت ته په کتنې ویلي چې په کار دي ټول په ټولنه کې د ښځو د بشپړ ګډون د پیاوړي کیدو لپاره هلې ځلې وکړي.

میرمن امیري لیکلي: " د ښځو د تاریخي میاشتې په اوږدو کې مونږ باید بشري حقونو او په ټولنه کې د ښځو بشپړ ګډون پیاوړی کړو، نشي کیدای چې هغوی په انزوا کې او بې اهمیته اوسي او ډیره ضروري ده چې د اقتصادي لا بې ثباتۍ، سخت دریځۍ او په افغانستان کې د جګړې د دوام مخه ونیول شي".

د مارچ اتمه په نړۍ کې د ښځو د بشري حقونو څخه د ملاتړ لپاره د ښځو د نړیوالې ورځې په توګه نمانځل کیږي.

افغانستان کې په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته دا ورځ د طالبانو د حکومت له خوا په رسمي ډول نه نمانځل کیږي.

د طالبانو د حکومت چارواکي وايي چې د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.

خو دغه حکومت شاوخوا ۹۰۰ ورځې کیږي چې د لومړنۍ دورې پورته دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او د نږدې څوارلس میاشتو راهیسې یې په پوهنتونونو کې هم د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز لګولی دی.

همداشان د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو د ادارو په ګډون په دولتي او غیردولتي موسسو کې د ښځو په کار هم بندیز لګولی او هم یې پر ښځو له کور بهر د حجاب اغوستلو او د اوږد سفر پر مهال د محرم د لرلو شرطونه ایښي او ښځې یې پارکونو او ورزشي کلپونو ته له تللو منع کړي دي.

ملګرو ملتونو د افغان میرمنو او نجونو پر وړاندې د طالبانو د حکومت دا اقدامات د جنسیت پر بنسټ سیستماتیک تبعیض بللی او ویلي دي چې د افغان میرمنو او نجونو حقونو پرمخ وړل باید د ټولو هغو کسانو په کاري لومړیتوبونو کې شامل وي چې د افغانستان په اړه او یا هم په دغه هیواد کې کارکوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر ولکر ترک د مارچ څلورم (کب ۱۴) د دغې شورا یوې غونډې ته په وینا کې، په افغانستان کې د بشري حقونو څخه سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو پر وړاندې سرغړونې د ډېر تاسف وړ بللي دي.

ولکر ترک وویل: "زه په افغانستان کې د بشري حقونو څخه پرله پسې او سیستماتیکي سرغړونې په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د هراړخیزو سرغړونو له امله چې هغوی د عامه ژوند په هره برخه کې د منځنۍ او ثانوي دورې د زده کړ، کار او حرکت په ګډون محرمې شوي تاسف څرګندوم".

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا عالي کمیشنر په خپلو څرګندونو کې د مدني ټولنې د افغان فعالانو او خبریالانو په وړاندې د محدودیتونو یادونه وکړه او ویې ویل چې په افغانستان کې مدني ازادۍ او د رسنیو ازادۍ په ژوره توګه محدودې شوي دي او زیات شمیر ښځې، د بشري حقونو مدافعان او خبریالان د خپلسر نیونو سره مخ دي.

هغه په خپلو څرګندونو کې په افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا په عام محضر کې د اعدامونو د لړۍ د پیلیدو یادونه وکړه او دا کړنې یې وحشتناکې وبللې.

د ولکر ترک ددغو څرګندونو دمخه افغانستان لپاره ددغې شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ په خپل راپور کې له نړیوالې ټولنې غوښتي و چې طالبانو سره تعامل کې دې بشري حقونو ته لومړیتوب ورکړي.

بنیټ وویل چې که داسې ونشي نو په دې صورت کې به د اندیښنې وړ یو پیغام د ښځو د حقونو د ژمنو په اړه هرې خوا ته واستول شي. هغه د نړیوالې ټولنې څخه وغوښتل چې د بشري حقونو څخه د ملاتړ په برخه کې د افغانانو ترڅنګ ودریږي.

خو د طالبانو حکومت چارواکو په پرله پسې ډول ویلي چې د ښځو او نجونو پر زده کړو بندیزونه موقتي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG