د لاس رسي وړ اتصالات

امیري: د افغانستان د ثبات لپاره دې د ښځو او نجونو له استعدادونو استفاده وشي


د افغان نجونو، ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري
د افغان نجونو، ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري

د افغان نجونو، ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې وايي، د افغانستان د ثبات او ښې راتلوونکي لپاره باید په دغه هیواد کې د نجونو او ښځو له استعدادونو او وړتیا څخه استفاده وشي.

رینا امیري د چهارشنبې په ورځ مارچ دوهمه (کب ۱۱) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې په تیرو څو ورځو کې په قطر کې د هغه هیواد له چارواکو سره د بشري حقوقو، د ښځو حقوقو او په دې برخه کې د اسلامي نړۍ د رهبرۍ د اهمیت په اړه خبرې کړي دي.

اغلې امیري زیاته کړې چې د قطر له ښځینه چارواکو سره یې د افغان د ښځو او هنرمندانو څخه د هغوی د ملاتړ په اړه خبرې کړي دي او هغوی یې هڅولي دي چې له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او همدارنګه په دغه هیواد کې د زده کړو او ودې له بهیر څخه ملاتړ وکړي.

نوموړې ویلي: "موږ په دوحه کې له خپلو زیاتو متحدینو او همکارانو سره د نجونو د زده کړو،د ښځو د کار موندنې او بشري حقوقو په برخه کې زموږ د همغږۍ او هڅو د اهمیت په اړه خبرې وکړې.ټوله ییز پوهاوی داو چې په افغانستان کې پر مختګ د ښځو، نجونو او د ټولنې د هغو غړو په پرختګ پوري اړه لري چې له خطر سره مخامخ دي."

دغه امریکايي چارواکي د افغانستان د نجونو روباټیک ټېم وروستیو لاسته راوړنو ته اشاره کړې او زیاته کړې ده چې دا د «د افغان نجونو استعداد،بصیرت او هوښیارۍ» یو پیاوړی انعکاس دی.

د اغلې امیري په باور د نجونو زده کړه د ټولنې اقتصادي او اجتماعي هوساینې ته وده ورکوي او په خبره یې د افغانستان د پرمختګ سره هم زیاته مرسته کولای شي.

نوموړې زیاته کړې: "په اسلام کې د یوې بډایه تنوع ښودلو لپاره په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو برخو کې به د ښځو د رول او ځای ځایګي په اړه به د اسلامي نړۍ ښکېلتیا ته به دوام ورکړو.افغانستان د خپل راتلوونکي ثبات او پرمختګ لپاره باید د ښځو او نجونو له استعدادونو څخه چې افغانان یې وړتیا لري استفاده وکړي."

طالبانو پر کابل تر حاکمیت وروسته ژمنه وکړه چې ښځو او نجونو ته به د اسلامي شریعت مطابق حقوق ورکړي او د تیر حکومت د ټولو کار کوونکو لپاره یې «عمومي عفوه» اعلان کړې.خو د بشري حقوقو فعالان وېره لري چې ښځې او نجونې د کار او تعلیم له حقوقو څخه محرومې نشي.

نړیوالې ټولنې تل ویلي چې طالبانو پر افغانستان تر حاکمیت وروسته بشري حقوق نقض کړي او د ښځو د زده کړو، کار او ټولنیز فعالیتونو په برخه کې محدودیتونه وضعه کړي دي.

دا په داسې حال کیده چې تر شپږو میاشتو وروسته د روانې کب میاشتې پر اوومه د افغانستان دولتي پوهنتونونه د ښځینه او نارینه محصلینو پرمخ پرانیستل شول او د راپورنو له مخې د ښځینه او نارینه مصحلینو درسي ټولګي بیل شوي دي.

تر دې مخکې د افغان ښځو او بشري حقوقو په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي همکارۍ سازمان له استازو څخه غوښتي چې طالبان د بشري حقوقو رعایتولو ته وهڅوي.

نوموړې د اسلامي همکاریو هیوادونو سازمان له استازو سره تر لیدنې وروسته له اسلامي هیوادونو څخه غوښتي چې له طالبان سره د بشري حقونو د رعایت برخه کې حساب وکړي.

د ۱۹۹۶ څخه بیا تر ۲۰۰۱ میلادي کال پر افغانستان د طالبانو د تیر حکومت پرمهال عمدتاً ښځې له او تعلیم څخه محرومې وې او له کور څخه د وتلو لپاره یې باید حجاب کړی وای.

XS
SM
MD
LG