د لاس رسي وړ اتصالات

د خوړو نړیوال پروګرام: لوږه په افغانستان کې د زیاتېدو په حال کې ده


عکس(ارشیف)
عکس(ارشیف)

د خوړو نړیوال پروګرام یو ځل بیا په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ زیاتېدو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي دي چې اوس مهال د دغه هیواد ۹۵ سلنه خلک له کافي خوړو څخه برخمن نه دي.

دغه پروګرام د جمعې په ورځ ناوخته فبرورۍ ۱۸ ( سلواغې ۲۹) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې له هرو لسو کورنیو څخه اتو کورنیو خپل عایدات له لاسه وکري دي.

د خوړو نړیوال پروکرام زیاته کړې هغه کورنۍ چې په ښارونو په ځانګړي ډول کابل کې ژوند کوي، په دغه هیواد کې له رامنځته شوي بحران څخه زیات اغېزمن شوي دي.

ملګرو ملتونو ویلي چې د زیاتو کورنیو د عایداتو په کمېدو او فقر او لوږې په زیاتېدو سره، زیات خلک اړ شوي چې په دغه سړه هوا کې کار وکړي او ډيرې کمې پیسې لاسته راوړي.

په دې وروستیو کې د ماشومانو د ساتنې نړیوال بنسټ (Save the Children) پخپلې یوې تازه سروې کې ویلي و چې په افغانستان کې د نظام تر بدلون او پر دغه هیواد د طالبانو تر حاکمیت وروسته ۸۲ سلنه کورنیو خپل عایدات له لاسه ورکړي دي او ګڼو کورنیو خپل ماشومان کار کولو ته استولي دي.

دغه سازمان زیاته کړې وه چې په افغانستان کې د اقتصادي بحران له امله د لومړنیو په ځانګړي ډول د خوراکي توکو بیې لوړې شوي او ۳۹ سلنه کورنیو ورته ویلي چې خوراکي مواد په قرض اخلي.

دا په داسې حال کیده چې تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام ویلي و چې په افغانستان کې د بشري بحران پراخېدو مخنیوي لپاره باید د بشري مرستو عملیات چټک شي.

دغه سازمان چې په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې له ۱۵ میلیونه کسانو سره د خوراکي موادو مرسته کړې وه، اوس ویلي چې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې به په دغه هیواد کې خوراکي موادو ته د اړمنو شمېر ۲۳ میلیون کسانو ته ورسیږي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي چې په افغانستان کې بشري بحران ته د رسېدو لپاره هره میاشت ۲۲۰میلیون ډالرو ته اړتیا لري. په دې معنی چې یاد سازمان په ۲۰۲۲ میلادي کال کې ۶.۲ میلیارډ ډالر باید په اختیار کې ولري تر څو په دغه هیواد کې له ۲۳ میلیون اړمنو کسانو سره مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG