د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان شاوخوا نیمايي نفوس له لوږې سره مخ دی ـ راپور


د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام او د خوړو او کرنې اداره په یوه ګډ راپور کې ویلي چې اوس مهال د افغانستان نژدې ۲۰ میلیون خلک چې د دغه هیواد شاوخوا نیمايي نفوس کیږي له سختې لوږې سره مخ دي.

دغه راپور چې د دوشنبې په ورځ ناوخته مۍ نهمه (غوايي۱۹) خپور شوي راغلي که څه هم بشري مرستو په ژمي کې د انساني فاجعې مخه ونیول، خو زیاتوي چې اوس هم په دغه هیواد کې په بېساري ډول لوږه موجوده ده.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته نړیوالې ټولنې او مرستدویه هیوادنو له دغه هیواد سره خپلې مرستې او یا هم کړې چې له امله یې دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخ شو.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې استازي ریچارد ترنچارد په افغانستان کې د خوړو امنیت نازک بللی او په دغه هیواد کې له اړمنو سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

هغه ویلي چې د دغه هیواد د کروندګرو ستونزو ته باید رسیدګي وشي. په دغه راپور کې وړاندوینه شوې چې د غنمو د حاصلاتو په رسېدو او د بشري مرستو په زیاتېدو سره به د روان کال په نومبر میاشت کې د لوږې کچه ۱۸.۹میلیون کسانو ته راکښته شي.

پر همدې مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د خوړو پروګرام مسوول الن مک ګروتي د افغانستان د خلکو ژغورلو لپاره له دغه هیواد سره د غذايي ملاتړ او بېړنیو مرستو دوام مهم بللی: "موږ په تېرو څو میاشتو کې د نړۍ تر ټولو لوی بشردوستانه غذايي پروګرام تر سره کړ.چې دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال د اګست له میاشتې څخه څه باندې ‍۱۶ میلیون کسانو ته رسېدلي دي."

د ملګرو متلونو سازمان خبرداری ورکړی چې اوس مهال په دغه هیواد کې وچکالي او او قتصادي بحران د میلیونونو کسانو ژوند ګواښي او ټینګار یې کړی چې اوس مهال په دغه هیواد کې د خوړو نه خوندیتوب کچه تر ټولو لوې سطحې ته رسېدلې ده.

په دغه راپور کې همدارنګه راغلي چې په اوکراین کې د جګړې دوام په افغانستان کې د توکو د بیو لوړېدو لامل شوی او افغانان یې له زیاتو ستونزو سره مخ کړي دي.

تر دې مخکې هم ویل شوي و چې پر اوکراین د روسیې یرغل په افغانستان کې د خوراکي موادو او سونګ توکو د بیو لوړېدو لامل شوي دي.

د خوړو نړویوال پروګرام او د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په دغه راپور کې ویلي چې په ټول افغانستان کې اړمنو ته د مرستو رسولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي او په خبره یې هڅه کوي خلک له لوږې څخه وژغوري.

په افغانستان کې د لوږې او قحطۍ زیاتوالې اندېښنې پر داسې مهال راپورته کیږي چې تر دې مخکې هم ملګرو ملتونو ویلي و چې اوس مهال د افغانستان ۲۳ میلیون وګړي له لوږې سره مخ دي. او ۹۵ سلنه خلک یې کافي خواړه نلري.دغه سازمان ویلي و چې ۱۰ میلیون افغان ماشومان د ژوندي پاتې کېدو لپاره بېړنو مرستو ته اړتیا لري.

پر افغانستان د طالبانو تر حاکمیت وروسته دغه هیواد له اقتصادي بحران سره مخ شوی ملګرو ملتونو مخکې ویلي که چیري په دغه هیواد کې له اړمنو سره مرستې ونشي شاوخوا ۹۷ سلنه خلک به په افغانستان کې له رامنځته شوي بشري وضعیت څخه اغېزمن شي.

XS
SM
MD
LG