د لاس رسي وړ اتصالات

یونیسف: د افغان ماشومانو له حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي


د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق (یونیسف) په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونو په زیاتیدو اندیښنه ښودلې ده.

یونیسف د یکشنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (تلې ۲۵) د ټویټر په یو پیغام کې لیکلي چې د هغوی ارزونې ښیي چې لږ تر لږه دوه ماشومان په کندهار کژ د امام بارګاه په جومات باندې په برید کې وژل شوي دي.

دوه ورځې مخکې په کندهار کې د جمعې د لمانځه پر وخت پدې جومات کې په چاودنه کې ۴۷تنه ووژل شول او څه دپاسه ۷۰ تنه نور ټپیان شول. ددې چاودنې مسولیت د داعش ډلې په غاړه اخیستی دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق لیکلي دي: "ماشومان باید محافظت شي. ماشومان باید د ماشومتوب په دوره کې د تضادونو قرباني نشي."

په افغانستان کې د ماشومانو د حقونو څخه د سرغړونو په هکله اندیښنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د طالبانو په واکمن کیدو سره پدې هیواد کې فقر او لوږه زیاته شوې او ماشومانو تر ډیره سختو کارونو ته مخه کړې ده.

۱۳ کلن ماشوم محمد ادریس، د کابل ښار په یو کنج کې موټر پاکي کوي. هغه د امریکاغږ ته وویل چې له سهار څخه تر ماښامه کار کوي او شاوخوا ۱۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي.

ادریس زیاته کړه چې پلار یې د څه مودې راهیسې بیکاره شوی او اوس هغه ناچاره دی چې کورنۍ ته د ډوډۍ ګټلو لپاره کار وکړي.

له دې دمخه د افغانستان د پخواني حکومت مقاماتو ویلي وو چې پدې هیواد کې شاوخوا ۳.۷ میلیون ماشومان له زده کړو پاته دي او ۱.۹میلیون ماشومان په سختو کارونو بوخت دي.

افغانستان لا له دې دمخه د بشري ناورین سره مخ و خو د اګست په میاشت کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته دا هیواد د مرستو د نشتون او بندیزونو په وجه نور هم د سخت بشري ناورین سره مخامخ شو.

دمخه تر دې یونسف په اندیښنې سره ویلي وو چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیون ماشومان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یونسف د سپتمبر په ۳۰ (وږي ۲۹) په خپل ټویټر لیکلي وو چې بشري مرستو ته د افغان ماشومانو اړتیا بیسارې ده: "په افغانستان کې د ماشومانو او ښځو تر څنګ د دریدلو لپاره له دې څخه نور سخت شرایط نشته."

له دې دمخه محلي او نړیوالو منابعو ویلي وو چې په افغانستان کې ماشومان له لوږې مري او پدې هیواد کې د بشري ناورین زیاته بیه ماشومان ادا کوي.

XS
SM
MD
LG