د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا
د ملګرو ملتونو امنیت شورا

د ملګرو ملتونو امنیت شورا سبا چهارشنبه نومبر ۱۷ (لړم ۲۶) د افغانستان په اړه غونډه کوي.

یوناما ویلي چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ مشره دیبرا لاینز به د یادې غونډې ګډونوالو ته د افغانستان د وضعیت په اړه معلومات ورکړي.

یوناما ویلي چې د سې شنبې په ورځ به د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د سولې او امنيت په اړه پرانيستی بحث وي او بیا به استازې دیبرا لاينز معلومات ورکړي.

ملګري ملتونه پر داسې مهال د افغانستان په اړه غونډه کوي چې افغانستان د سوړ ژمې په رارسېدو سره تر بل هر وخت بشري مرستو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو روانه اونۍ وویل چې په افغانستان کې د هغو خلکو شمېر، چې قحطۍ ته په نژدې شرایطو کې ژوند کوي، ۸.۷ میلیون ته رسېدلی دی.

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال سازمان (ډبیلو اف پي) د راپور په اساس دا شمېر د روان کال د شمېرو په پرتله درې میلیون زیات شوی دی.

ملګري ملتونه وايي دا مهال په ټول افغانستان کې شاوخوا ۲۴ میلیون خلک، چې د هېواد څه باندې ۶۰ فیصده نفوس کیږي، لوږه ګالي.

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی دی چې د کال تر پای پورې به د افغانستان ۹۷سلنه خلک د فقر او بې وزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي.

دغه سازمان همدغه راز ویلي‌ دي‌ چې د روان کال تر پای پورې به ۳.۲ میلیون افغان ماشومان په سختې او جدي خوار ځواکۍ (سو تغذیه) اخته شي.

په دې وروستیو کې په افغانستان کې د جنګ جګړو، وچکالۍ،‌ غربت او اقتصادي ستونزو له کبله ۳.۵ میلیون افغانان په خپل کې وطن کې دننه بېځایه شوي دي.

په دوی کې یې ۵۰۰زره هغه کسان دي چې د طالبانو له راتګ وروسته له خپلو سیمو نورو سیمو ته بېځایه شوي‌دي.‌

XS
SM
MD
LG