د لاس رسي وړ اتصالات

د کندهار په هوايي ډګر د توغندیو برید


د کندهار پولیس وايي چې نن سهار د دغه ولایت د احمدشاه بابا د نړیوال هوايي ډګر ته نږدې توغندي لګېدلي خو چاته په کې زیان نه دی اوښتی.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي امریکا غږ ته وویل چې د توغندیو شمیر څلورو ته رسېږي او د نامعلوم ځای څخه په هوايي ډګر باندې توغول شوي دي.

ښاغلي احمدي: "له پېښې سره سم زموږ ملي امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونه په دې هڅه کې شوي دي چې دقیق ځای معلوم او د دغو توغندیو اصلي ادرس مشخص کړي ترڅو د بیا ځل لپاره د دا ډول پېښو د تکرارېدو مخه ونیول شي".

طالبانو د برید مسولیت منلی او د دروند زیان اړولو ادعا یې کړې ده.

د دغې ډلې یو ویاند قاري یوسف احمدي په خپل ټویټر کې لیکلي چې نن غرمه د کندهار په هوايي ډګر ګڼ توغندي وار شول، چې په په هدف لګیدلي او د "سر او مال دروند زیان" یې اړولی.

د کندهار د احمدشاه بابا نړیوال هوايي ډګر د کندهار ښار په ۱۶ کیلومترۍ کې د دغه ولایت ډنډ او دامان ولسوالو ته نږدې موقعیت لري او په جنوب کې د افغان او نړیوالو قواوو تر ټولو ستر مرکز بلل کېږي.

XS
SM
MD
LG