د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو اسلامي محتوا لرونکو فلمونو او سریالونو خپرول هم منع کړل 


په رسنیو باندې د بندیزونو د لګولو په دوام کې طالبانو د جمعې په ورځ اپریل لومړۍ (وري ۱۲) پر افغان رسنیو نور محدودیتونه هم ولګول او حتی د هغو فلمونو او سریالونو خپرول یې هم بند کړل چې محتوا یې اسلامي ده.

د تمدن تلوېزيون مسوول مدير محمد رحمتي وويل: "د طالبانو د حکومت د استخباراتو مطبوعاتي څانګې له تمدن ټلوېزيون سره په تماس کې د هر ډول بهرنيو فلمونو او سريالونو پر خپرېدو بنديز ولګاوه، حتی له اسلامي محتوا سره! "

ښاغلي رحمتي په ټویټر لیکلي چې: "د طالبانو لخوا لګول شوي مخ په زیاتیدونکي محدودیتونه د افغانستان لپاره د تورو ورځو زیری ورکوي!"

د اسلامي محتوا لرونکو فلمونو او سریالونو د خپرولو د منع کولو په اړه د طالبانو نوی امر وروسته له هغه صادر شو چې په وروستیو ورځو کې د طالبانو استخباراتو څو خبریالان او د رسنیو کارکوونکي ونیول.

که څه هم طالبانو یو شمېر دغه خبریالان له نیول کېدو او پوښتنو ګروېږنو وروسته خوشي کړي، خو ویل کېږي چې د رسنیو یو شمېر کارکوونکي لا هم د طالبانو له لوري بندیان دي.

وروسته له هغه چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په افغانستان کې واک تر لاسه کړ، د بیان د ازادۍ او د رسنیو د کار زمینه چې په دغه هېواد کې د تېرو دوو لسیزو له لاسته راوړنو څخه ګڼل کېده، په بیسارې توګه ټیټه شوې ده.

په دې موده کې طالبانو لسګونه کورني او بهرني خبریالان بندیان کړي او ترې یې پوښتنې ګروېږنې کړي او په ځینو مواردو کې یې د رسنیو یو شمېر کارکوونکي سخت وهلي دي.

پر دې سربېره، د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې ډېرو رسنیو د موسیقۍ او د ښځو لپاره ځانګړې خپرونې بندې کړې او ډېرې ښځینه خبریالانې اړې شوې چې رسنۍ پرېږدي.

د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو سازمانونو په ګډون لوېدیځو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د بیان ازادۍ او بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او په وار وار یې ټینګار کړی، چې که طالبان نړیوال مشروعیت غواړي نو باید دغو حقونو ته درناوی وکړي.

XS
SM
MD
LG