د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو لیک ته د امریکا د یو پخواني ډیپلومات ځواب


برنټ روبن
برنټ روبن

برنټ روبن چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی دیپلومات او د سیاسي چارو مبصر دی، د طالبانو هغه لیک ته ځواب لیکلی چې د امریکا ولس ته لیکلی و.

د ښاغلي روبن دغه لیک چې د نیویارکر مجلې خپور کړیدی، په پیل کې یې طالبانو ته په خطاب کې لیکلي دي چې "د فرورۍ په ١۴ نیټه تاسو امریکایي ولس ته لیک راستولی دی چې د افغانستان بدلیدونکي وضع ته په کتو سره د امریکایي عسکرو راتلونکی وسنجوي."

برنټ روبن د طالبانو دغه لیک په ځواب کې لیکي چې "د یو امریکایي کارپوه او د پخواني دپلومات په توگه چې د ٣٥ کلونو راهیسې د افغانستان په هکله د ځان پوه کولو کوښښ کوم، تاسو ته ځواب درکوم. ډیر افغانان دا فکر کوي چې ستاسو ځواب باید هغو پاکستاني پوځي جنرالانو او استخباراتي مامورانو ته ورکړل شي چې تاسو ته یې پناه درکړیده. خو زه د هغوي سره موافق نه یم. ما ستاسو سره د ١٩٩٧ کال راهیسې مستقیمې او غیرمستقیمې خبرې کړیدي. زه دا فکر کوم چې ستاسو مخالفین ستاسو د ازادۍ او لیاقت سمه اندازه نه لگوي. او تاسو هم د هغوي د وړتیاو صحيح اندازه نده کړي."

ښاغلي روبن لیکلي دي چې د چهارشنبې په ورځ به افغان حکومت د کابل کنفرانس پرانزي. او ۲۳ هیوادونه به شرکت په کښې وکړي.

تاسو خبر یاست چې یواځې تېره میاشت ملګرو ملتونو اعلام وکړ چې په ۲۰۱۷ کي څه د پاسه لس زره ملکي افغانان وژل شوي دي. زیاتره دا خلګ ستاسو په انتحاري حملو کي وژل شوي دي.

ښاغلی روبن په دغه لیک کې د طالبانو نه د دغو وژل شویو افغانانو په اړه پوښتلي دي او په خپل لیک کې مو د امریکایي هوایي عسکرو د لاسه د وژل شویو افغانانو یادونه کړیده، د گوانتانامو په هکله مو لیکلي او د هغو امریکایانو په هکله مو هم لیکلي چې په دغې جگړې کې وژل شویدي. زه به ستاسو نه د هغو افغانانو پوښتنه وکړم چې ستاسو په ځانمرگه حملو کې وژل شویدي."

ښاغلی روبن لیکي چې زه د مذاکراتو لپاره ستاسو د غوښتنې ځواب درکوم "ځینې کسان نه غواړي چې ستاسو سره خبرې وشي. د جنورۍ په ٢٩ چې کله تاسو د یو ایمبولینس په واسظه بمونه د خلکو په بیوروبار کې وچول نو شاوخوا سل تنه یې ووژل. د امریکا ولسمشر ټرمپ هم په خپل ټویټ کې ولیکل چې مونږ خبرو ته نه یو تیار. خو دغه یوه احساساتي خبره وه، تگلاره نه وه."

دغه لیک زیاتوي چې امریکا اوس هم د خبرو لاره خلاصه پریښي ده.

ښاغلی روبن وایي چې امریکا ته د مذاکراتو په وړاندیز کې د طالبانو غلطي داده چې په دغه کې مو افغانان ندي یاد کړي "تاسو په افغانانو د غدارۍ تور لگوئ. د افغانستان حکومت چې هر څومره هم فاسد او په ډلو ویشل شوې وي، خو د نړۍ ټولو قامونو منلې دی."

ښاغلی روبن طالبانو ته لیکي چې د امریکا سره ستاسو مذاکرات د افغانستان د حکومت سره او د هغو افغانانو سره چې ستاسو د حملو نه او بیرته راتگ نه ویریږي، د مذاکراتو ځای نشي نیولې

لیک زیاتوي چې تاسو ( طالبان) هغه غلطي تکراروئ چې امریکا په خبرو کې ستاسو په نه شاملولو سره کړي وه.

دغه لیک په افغانستان کې د سولې ټینگولو لپاره د هغو مواقعو یادونه کوي چې په تیرو ولسو کلونو کې بایلل شویدي. "ستاسو مشر په ٢٠٠١ کال کې د ولسمشر حامد کرزي سره یو تړون لاسلیک کړ. تاسو څلور هغه ولایتونو کرزي ته وسپارل چې ستاسو حکومت پکې و او تاسو په بدل کې هیڅ هم و نه غوښتل."

برنټ روبن په دغه لیک کې د خبریال سټیو کول د نوي کتاب له قوله لیکي چې د بش حکومت د خبرو ښه موقع د لاسه ورکړه. کله چې ستاسو ځینې مشرانو په بون کې د امریکا سره د خبرولپاره امادگي څرگنده کړه نو د امریکا د هغه وخت مرستیال ولسمشر ډک چیني ستاسو د نیولو او په گوانتانامو کې د بندي کولو امر وکړ.

د برنټ روبن دغه لیک هم دغه ډول په تیرو ١٧ کلونو کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د خبرو د چانسونو د لاسه د ورکولو په هکله لیکلي "په ٢٠١٣ کال کې تاسو په قطر کې دفتر پرانیست خو په هغې یو د افغانستان د اسلامي امارتو بیرغ ولگاوه. معنی دا چې تاسو د افغانستان دوهم حکومت یئ او یو تحریک نه یئ. ستاسو بیرغ مونږ دیته مجبوره کړو چې دفتر بند کړو."

دغه لیک طالبانو ته مشوره ورکوي "په امریکا د جنگ ختمولو غږ به هغه وخت زیات اغیز ولري که تاسو پخپله د جنگ نه لاس واخلئ."

ښاغلی روبن د لیک په اخیره کې لیکي چې په افغانستان کې دا وخت هره ورځ په اوسط ډول نهه تنه وژل کیږي.

ښاغلی روبن طالبانو ته وړاندیز کوي چې روانه اونۍ په کابل کې دپلوماتان راغونډیږي "نو تاسو دا وښایئ چې ستاسو مذاکراتو ته ژمنیتا ریښتوني ده. د واشنگټن او کابل نه موقتي اوربند وغواړئ. او د ډیری مودې راهیسې ځنډیدلي د سولې خبرې پیل کړئ."

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG