د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د دوشنبې په ورځ (سپتمبر۲۱) د نیویارک په ښار کې د عراق له صدراعظم سره ولیدل او «ترهګرو ملېشو» په ختمولو يې ټېنګار وکړ.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې روبیو او علي الزیدي «په عراق کې د ترهګرو ملېشو د ختمولو، د عراق له خاورې څخه د بریدونو د مخنیوي او د دغه هېواد د بشپړحاکمیت» په اړه ټېنګار کړی دی.
دا ملاقات داسې مهال کیږي چې څو ورځې مخکې له عراق څخه زرګونه امریکايي سرتېري ووتل او په عراق کې د ایران له ملاتړه تر ټولو سترې برخمنې ډلې ویلي دي چې وسلې به په ځمکې کې نه ږدي.
الزیدي ویلي وو چې په عراق کې د ناقانونه وسله والو ډلو د بې وسلو کولو نېټه د ۲۰۲۷ کال د جون ۳۰مې ته غځېدلې ده.
د عراق حکومت تر دې مخکې ویلي وو چې دا ډلې به د سپتمبر په ۳۰مه نېټه خپلې وسلې په ځمکه کېږدي، په همدې نېټې کې په عراق کې د داعش ضد نړیوال ایتلاف هم خپل ماموریت پای ته ورسوه.
اسرائیل او متحده ایالتونه اندېښمن دي چې دا ډلې به د ټاکل شوې نېټې څخه وروسته د ایران په هڅې او ملاتړ باندې په منځني ختیځ کې د متحدو ایالتونو په مرکزونو او په اسرائيل باندې بریدونه وکړي.
ایران د عراق د ملېشه ډلو حمایت کوي او وسلې او تجهیزات ورکوي او سپاه پاسدران هڅه کوي چې په عراق او لبنان کې له دا ډول ډلو سره خپل روابط وساتي.
په عراق کې د کتایب حزب الله ډلې ویلي دي چې هغه وخت به د خپلو شرایطو په اساس خپلې وسلې سپاري، جې ټول امریکایي ځواکونه ووځي. په عراق کې تقریبآ پنځو ملېشه ډلو انکار کړی چې وسلې په ځمکې کې کېږدي.
فورم \ دبحث خونه