د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د عراق او سوریې د حکومتونو ترمنځ د هغه هوکړه لیک هرکلی کړی چې دواړو هیوادونو ترمنځ د خامو تیلو د غځیدلې نللیکې د بیارغیدو په اړه لاسلیک شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي:"متحده ایالات د عراق او سوریه د حکومتونو ترمنځ د عراق-سوریې د خامو تیلو د نللیکې د بیارغونې او جوړیدنې په اړه د یو تاریخي هوکړه لیک د لاسلیک کیدو هرکلی کوي."
په اعلامیه کې زیاته شوې چې دا مهمه بنسټیزه پروژه به د سیمه ایز اتصال او هوساینې له لارې د امنیت او ثبات لامل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي دي چې امریکایي کمپنۍ به ددغې نللیکې د بیارغونې په چارو کې مخکښ رول ولوبوي.
د عراق او سوریې ترمنځ د خامو تیلو د نللیکې د بیارغول کیدو هوکړه لیک په داسې حال کې لاسلیک کیږي چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تیرو شاوخوا لسو ورځو کې په جلا لیدنو کې د سوریې او عراق له مشرانو سره وکتل.
ولسمشر ټرمپ د جولای په اتمه نیټه د ترکیې په انقره کې د ناټو د غونډې پرمهال د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره وکتل.
ولسمشر ټرمپ په دې کتنه کې وویل، امریکا ښایي سوریه د هغو هېوادونو له لېسته وباسي چې واشنګټن یې د ترهګرۍ د ملاتړو دولتونو په توګه پېژني.
تر دې لیدنې وروسته، ولسمشر ټرمپ د جولای په څوارلسمه نیټه په سپینه ماڼۍ کې د عراق له صدراعظم علي الزیدي سره په تجارتي اړیکي بحث وکړ.
ولسمشر ټرمپ الزیدي د عراق لپاره یو بریالی صدراعظم یاد کړ او ویې ویل چې واشنګټن او بغداد به د هغه په صدراعظمۍ کې ډېر تجارتې توافقات او معاملات ولري.
فورم \ دبحث خونه