د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا د 'سیاسي ترهګرۍ 'سره د مبارزې لپاره نړیواله غونډه بللې

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو

د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۱۶) به له «کین اړخ سیاسي تروریزم» سره د مبارزې لپاره د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.

ټاکل شوې ده چې په دغې غونډې کې د لویدیځې نیمه کرې، اروپا او اسیا د شاوخوا ۶۰ هېوادونو د حکومتونو وزیران برخه واخلي او د هند، اندونیزیا او سنګاپور استازي هم بلل شوي دي.

د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې وزیر روبیو به د سیاسي ترهګرۍ د بیا ظهور د دغې غونډې مشري کوي او د ټولنو په وړاندې به په « نوي پیدا شوي ګواښ تمرکز کوي، د لومړیو کرښو د دفاع لپاره ګډ اقدام هڅوي او هغه تشې به ډکوي چې ترهګر» ترې کار اخلي.

د وزارت په اعلامیې کې دا هم راغلي چې «کیڼ اړخه سیاسي ترهګري په لویدیځې نیمه کرې، اروپا، اسیا او وراخوا سیمو کې په ترهګریزو فعالیتونو او تاوتریخوالي کې» څرګندېږي.

اعلامیه وايي: «هغوی د ازادو ټولنو د بې ثباته کولو لپاره یوه عمدي او د انګیزوي مفکوري تګلاره منعکسوي او هدف یې په نړۍ کې زموږ د سیاسي او اقتصادي سیستمونو نښه کول دي، چې په کې عادي وګړو، حکومتي مقاماتو، پولیسو او د قانون تنفیذ کوونکو، سوداګریو او حیاتي تاسیساتو باندې بریدونه شامل دي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ډېر وخت لپاره دا ګواښ د ترهګرۍ سره په مبارزې کې د نړیوالې ټولنې د تمرکز څخه لېرې پاتې شوی. وايي متحده ایالتونه د «کيڼ اړخې ترهګرۍ» سره په مبارزې کې مخکښ رول لوبوي او په همدې لړ کې یې د ۲۰۲۵ کال د نومبر د میاشتې راهېسې څلور دا ډول ډلې- انتيفا اوسټ، د انارشیست غیر رسمي فدراسیون/نړیوال انقلابي جبهه، وسله وال پرولتاري عدالت او د انقلاب د طبقاتي دفاع- د بهرنیو ترهګرو سازمانونو په توګه پېژندلې او د هغو معلوماتو په بدل کې یې د ۱۰ میلیون ډالرو جایزه اعلان کړه چې د دغو سازمانونو د مالي میکانیزمونه ګډوډي.

اعلامیه وايي چې په دې وزارتي غونډې کې به ګډونوال په خپلو کې سره همغږي او د معلوماتو شریکول زیاتوي او دغه ګواښ سره د مبارزې لپاره به د نړیوال قانون پلي کولو میکانیزمونه تقویه کوي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG