د لاس رسي وړ اتصالات

لاوروف: روسیې د طالبانو د حکومت یو دپلومات ته باورلیک ورکړ


لاوروف له یو طالب چارواکي سره ستړي مشي کوي
لاوروف له یو طالب چارواکي سره ستړي مشي کوي

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاورف نن پنجشنبه مارچ ۳۱ (وري۱۱) وویل چې هېواد یې د طالبانو د حکومت یو دپلومات ته باورلیک ورکړی او هغه په روسیې کې کار پیل کړی دی.

ښاغلي لاوروف، چې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په کنفرانس کې د ګډون لپاره چین ته تللی دی، ویلي دي چې دا په افغانستان کې د طالبانو د حکومت لومړی دپلومات دی چې روسیه یې مني.

هغه وویل: «غواړم ووایم لومړی افغان دپلومات، چې تېره میاشت د نویو مقاماتو [طالبانو] له لوري مسکو ته استول شوی و، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت له لوري یې باور لیک ترلاسه کړی دی.»

مسکو طالبان د «یو ترهګر سازمان» په توګه پېژني خو په ځینو غونډو کې یې مسکو ته وربللي دي او واک ته تر بیا رسېدو مخکې یې هم ورسره اړیکې پاللې. ښاغلي لاوروف په خپلو خبرو کې همدغه راز د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه روسیې ته د اسلامي افراطیانو د ممکنه ورتګ په اړه هم اندېښنه وښوده.

هغه وویل: « د منځنۍ اسیا د هېوادونو د بې ثباته کولو او روسیې ته د بې ثباتۍ د استولو په اړه د اسلامي دولت [داعش] او د هغو د ملاتړو طرحې اندېښمنوونکي دي...د افغانستان، تاجکستان او اوزبیکستان د سرحدونو په اوږدو کې د جماعت انصارالله او د ازبکستان د اسلامي غورځنګ د ډلو تشکیل اېښوونکی دی.»

تر دې مخکې د روسیې ولسمشر ولاديمیر پوتین ویلي وو چې اندېښنه لري په افغانستان کې د خراب وضعیت له کبله ترهګر د کډوالو په جامه کې منځنۍ اسیا ته داخل نشي.

طالبان د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې بیا په افغانستان کې واکمن شول. خو تر دې دمه د روسیې په ګډون هېڅ هېواد د هغوی حکومت په رسمیت پېژندلی نه دی. تر روسیې مخکې پاکستان هم د طالبانو دپلوماتانو ته د کار اجازه ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG