د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا ناټو کې د اوکراین د غړیتوب په اړه د روسیې غوښتنه رد کړه


د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان
د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالان

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله وېنډي‌ شرمن وايي چې نن دوشنبه جنوري لسمه (مرغومې۲۰) یې له روسیې سره پر میزایلو او تمرینونو د شخړې د کمولو په هکله په متقابلو اقدماتو خبرې وکړې.

هغه وايي په خبرو کې یې د امریکا دا خبرداری بیا تکرار کړی که مسکو پر اوکراین یرغل وکړ، لویه بیه به پرې کړي.

نوموړې په ژینوا کې له خپل روسي سیال سرګي رایبکوف سره له خبرو وروسته خبریالانو ته وویل: «موږ یو لړ نظرونه لرل چې دواړه هېوادونه داسې متقابل اقدمات کولای شي‌ چې د ملي‌ امنیت په ګټه مو وي او ورسره ستراتېژیک ثبات ښه شي.»

نوموړې وویل چې د روسیې له لوري‌ د امنیتي‌ ضمانت له غوښتنې وروسته هغې د میزایلو د ځای په ځای کولو په اړه د نورو مفصلو خبرو وړاندیز وکړ.

خو هغې وویل چې د روسیې دا غوښتنه یې رد کړه چې ناټو باید اوکراین ته غړیتوب ورنکړي.

هغې وویل چې امریکا د روسیې د امنیتي وړاندیزنو د ردولو [ټیل وهلو] په اړه جدي ده او « موږ به هېچا ته دا اجازه ورنکړو چې د ناټو د پرانیستې-دروازې تګلاره بنده کړي.»

هغې زیاته کړه که روسیې په اوکراین برید وکړ «له درانده زیان او عواقبو سره به مخامخ شي ، تر هغه ډېر زیات چې دوی په ۲۰۱۴ کې ورسره مخامخ شول».

په ۲۰۱۴ کې مسکو کریمیه خپله برخه وګرځوله او په اوکراین کې یې د بیلتون غوښتونکو ننګه وکړه چې په بدل کې پرې یو لړ بندیزونه ولګول شول.

اوس روسیې یو ځل بیا د اوکراین په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي دي. امریکا او ناټو اندېښنه لري‌ چې ښايي دا کار په اوکراین باندې د روسیې د یرغل لپاره لار پرانیزي،‌ خو مسکو وايي داسې کوم پلان لري.

XS
SM
MD
LG