د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: پر اوکراین مذاکراتو کې امریکا سره په هېڅ امتیاز توافق نکوو 


څه موده مخکې د امریکا او روسیې ولسمشران ویدیو کنفرانس درلوده
څه موده مخکې د امریکا او روسیې ولسمشران ویدیو کنفرانس درلوده

روسیه وايي د اوکراین د مسئلې په اړه به د امریکا متحدو ایالتونو سره په خبرو کې په هېڅ ډول امتیازاتو موافقه ونکړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریباکوف وویل: «په هېڅ امتیاز به توافق ونکړو. دا کاملآ مستثنی دی. موږ په تېرو څو ورځو کې د هغو اشارو په اړه چې له واشنګټن او بروکسل څخه راځي،‌ خوښ نه یو.»

روسیې د امریکا او ناټو په ادرس خپل امنیتي وړاندیزونه اعلان کړي‌ او له واشنګټن سره یې د عاجلو مذاکراتو غوښتنه کړې ده.

روسیه دا وړاندیزونه حیاتي ګڼي، په دغو وړاندیزو کې راغلي‌ دي چې ناټو باید اوکراین ته غړیتوب ورنکړي او د امریکا متحده ایالتونه باید د پخواني شوروي اتحادو په غړو هېوادونو کې پوځي اډې ونلري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د روسیې دا غوښتنې رد کړې او ویلي دي تر څو چې د روسیې ټوپک د اوکراین سر په نښه کړی وي، مذاکرات پرمختګ نکوي.

ښاغلي بلینکن ویلي: «موږ چمتو یو چې د روسیې نور یرغل ته قوي ځواب ووایو. خو دپلوماتیک حل لا هم تحقق موندلای شي او مرجع ده، خو که روسیه یې غوره کړي.»

ټاکل شوې چې همدا اونۍ د روسیې،‌ ناټو او د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان ترمنځ د لوړې کچې دپلوماتیکې خبرې پیل شي. امریکا هڅه کوي چې خپل اروپايي متحدین ډاډه کړي چې واشنګټن په دغو خبرو کې په حاشیه کې نه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وندي شرمن په دغو مذاکراتو کې برخه اخلي، هغه ویلي دي چې د روسیې اکثر وړاندیزونه د مذاکراتو د پیل لپاره مناسب موضوعات نه دي.

ټاکل شوې چې نن یکشنبه جنوري نهمه (مرغومې۱۹) د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیالان په خپلو کې سره کاري ملاقات ولري.

روسیې د اوکراین په سرحد کې شاوخوا ۱۰۰زره عسکر ځای په ځای کړي دي، امریکايي چارواکي وايي‌ ښايي دا کار په اوکراین د یرغل لامل شي، خو مسکو وايي چې د هېڅ ډول یرغل پلان نلري.

XS
SM
MD
LG