د لاس رسي وړ اتصالات

تاجکستان ۱۰۰زره افغان پناه غوښتونکي مني


له افغانستان سره سرحد کې د تاجکستان پولیس
له افغانستان سره سرحد کې د تاجکستان پولیس

د تاجکستان یو لوړ پوړي چارواکي ویلي چې له افغانستان څخه د شاوخوا ۱۰۰زره افغان پناه غوښتونکو د ورتګ لپاره تیاری نیسي.

په افغانستان کې جګړو زور اخیستی او داسې اندېښنې شته چې شاید یو شمېر افغانان بیا ګاونډیو او نورو هېوادونو ته کډوال شي.

د تاجکستان د اضطراري حالاتو د کمېټو مرستیال امامعلي ابراهیمزاده د جمعې په ورځ جولای ۲۳(زمري ۱) خبريالانو ته وویل چې د «خاتلون» او «ګورنو- بدخشان» په ولایتونو کې یې دوه لوی ګودامونه جوړ کړي چې د مهاجرو لپاره وسائیل او نور ضروري توکي په کې خوندي او وساتي.

د تاجکستان دا دواړه ولایتونه له افغانستان سره په سرحد کې دي.

د میاشتې په سر کې د جکړو له کبله سلګونه افغانان تاجکستان ته واوښتل خو د دغه هېواد حکومت وايي چې هغوی بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي‌ دي.

د تاجکستان حکومتي چارواکي ابراهیمزاده د افغان مهاجرو لپاره د خپلو تیاریو په اړه نور ډېر معلومات ورنکړل.

تر تاجکستان مخکې د پاکستان حکومت هم اندېښنه ښودلې وه چې ښايي د جګړې په زیاتېدو سره هغه هېواد ته هم د افغان مهاجرو د ورتګ نوې څپه پیل شي.

دا خبرې داسې مهال مخې ته راځي چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی او یو شمېر ولسوالۍ یې هم نیولي دي.

د طالبانو یو استازي سهیل شاهین په خپلو تازه خبرو کې ویلي دي چې له واک څخه د «ولسمشر غني له لېرې» کېدو او د خبرو له لارې د نوي حکومت له جوړېدو پرته افغانستانک ې سوله نشي راتلای.

خو د ښاغلي غني یو مشاور وحید عمر ویلي دي چې حکومت د ټاکنو له لارې په یوه ورځ کې بدلیدای شي او طالبان دې اول «وحشت بند» کړي.

XS
SM
MD
LG