د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې یو امریکايي پانګوال د اختلاس په تور نیولی 


په مسکو کې د امریکا سفارت ودانۍ ته نژدې د روسیې بیرغ

په روسیې کې چارواکي وایي د سېنټ پېټرسبرګ په ښار کې یې د ارایش او سینګار د لوازمو او سامانونو د یو لوی شرکت امریکايي مشر د میلیونونو ډالرو د اختلاس په تور نیولی دی.

په دغه ښار کې یوې محکمې نن پنجشنبه ډسمبر نهمه (لېندۍ۱۸) په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې ۵۹ کلن اګست مییر او د هغه مېرمن د چهارشنبې په ورځ نیول شوي‌ او د فبرورۍ تر اوومې پورې به په توقیف خانه کې وي، خو مېرمن یې په کور کې نظر بنده شوې ده.

د محکمې په اعلامیې کې ویل شوي‌ چې په ښاغلي مییر د شاوخوا ۳۴ میلیون ډالرو د اختلاس تور دی.

د «فوربز» مجلې د معلوماتو په اساس ښاغلی اګست د امریکا د متحدو ایالتونو په ۲۰۰ شتمنو کسانو کې راځي چې د اټکل له مخې ۶۵۰ میلیون ډالر شتمني لري. هغه د امریکا په شیکاګو کې پېدا شوی خو ډېر وخت کېږي چې په روسیې کې ژوند کوي‌ او د هغه هېواد تابعیت لري.

تېرکال د روسیې یو لوی بانک «سبربانک» د ښاغلي مییر اقتصادي ګروپ ته، د دغه ګروپ تر دیوالي کېدو مخکې، قرض ورکړی و او ویل کیږي چې هغه څخه تحقیقات هم په همدې هکله کیږي.

محکمه وايي که په هغه باندې تورونه ثابت شول، تر لسو کالونو بند له سزا سره مخامخ کېدای شي. خو دغه امریکايي پانګوال په هغه باندې لګول شوي‌ تورونه رد کړي‌ دي.

په روسیې کې د سوداګرو او پانګوالو په خلاف حقوقي دعوې عادي ګڼل کیږي، خو د بهرنیو پانګوالو په خلاف حقوقي دعوه بیا نادره ده.

روسیې په ۲۰۱۹ کې یو بل امریکایي پانګوال مایکل کالوي او د هغه فرانسوي بانکدار فلیبي ډیلپا هم ونیول. هغه وخت کې دا کار د سوداګرو په منځ کې د حیرانتیا خبره وه،‌ ځکه چې په روسیه کې د بهرنۍ پانګونې کچه ډېره ټېټه وه.

دا دوه نیول شوي بیا د اګست په میاشت کې محکوم شول خو د تعلیقي حکم په اساس پرېښودل شول.

XS
SM
MD
LG