د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه بېا پر افغانستان وسلې پلوري


روسي وسلې او مهمات اوس هم د افغانستان په جګړو کې کارول کیږي
روسي وسلې او مهمات اوس هم د افغانستان په جګړو کې کارول کیږي

د امریکا د جګړه ایز ماموریت له پاې ته رسېدو سره مسکو پر افغانستان د سپکو او درنو وسلو د پلورلو لپاره ځان چمتو کوي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي، ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو پر کابل د وسلو خرڅولو پر یوه داسي تړون کار کوي چې پر بنسټ به یې په راتلونکو کلونو کې روسي وسلې افغانستان ته صادرې شي.

کابلوف چې د دوشنبې په ورځ یې په مسکو کې له خبریالانو سره خبرې کولې په څرګنده ونه ویل چې کوم ډول روسي وسلې به پر افغانستان خرڅې شي، خو د یوې پوښتنې په ځواب کې یې وویل "په یو ټکي کې، هر ډول [وسلې]".

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي دغه راز وویل چې افغانستان د اوس لپاره کافي وسلې لري خو په راتلونکي کې به نورو وسلو ته اړتیا ومومي.

امریکا او اروپايي متحدینو یې ژمنه کړې چې په راتلونکو څو کلونو کې به هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره شاوخوا څلورنیم میلیارد ډالره مرسته کوي او داسي ښکاري چې مسکو همدغو پېسو ته تمه کړې ده.

پوځيان نه لیږو

پداسې حال کې چې امریکايي او ناټو ځواکونو په افغانستان کې خپل ګډ جګړه ایز ماموریت پاې ته رسولی، روسیه په سېمه کې د ورانکارو اسلامپالو د بېا ځواکمن کېدو له اړخه اندېښنه لري. د روسيې ولسمشر، ولادیمیر پوتين په دې وروستېو کې په افغانستان کې د عراق او سوریې د اسلامي دولت د ډلې د نفوذ د پراختېا له کبله اندېښنه څرګنده کړې ده.

خو د امنيتي اندېښنو سرسره، ضمیر کابلوف ویلي چې مسکو به افغانستان ته روسي پوځیان ونه لیږي. ښاغلي کابلوف وویل "موږ به په یقني ډول خپل ځواکونه افغانستان ته ونه لیږو خو دا به ښه وي چې هغوي [افغان پوځېان] سمبال کړو او وې روزو چې پخپله د خپل هېواد دفاع وکړي".

مسکو په افغانستان کې د پوځي مداخلې ترخه تجربه لري او د پخواني شوروي اتحاد پوځېانو تر یوې لسیزې یرغل وروسته په ۱۹۸۹ کال افغانستان پرېښود.

که څه هم له افغانستان نه د شوروي ځواکونو له وتلو شاوخوا ۲۵ کاله تیریږي خو د افغانستان په جګړو کې تر اوسه له روسي وسلو کار اخیستل کیږي.

په افغانستان کې د پخواني شوروي یو بل خونړی میراث د ځکمې لاندې ماینونه دي چې تر دې دمه هر مېاشت په لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي.

XS
SM
MD
LG