د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره: روسیه په خپلو کړنو، ځان منزوي کوي 


د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک
د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک

د جرمني د بهرنیو چارو وزیره انالینا بایربوک وایي نړیواله ټولنه به د نړیوال قانون څخه د روسیې سرغړونې ونه مني او مسکو په اوکراین کې په خپلو وروستیو کړنو سره ځان منزوي کوي.

انالینا بایربوک چې د خپل فرانسوي سیال سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې یې خبرې کولې وویل چې دا ډیره مهمه ده چې د روسیې پر ضد د بندیزونو بسته د جرمني د شریکانو سره ژر تر ژره همغږې شي تر څو جوته شي چې د روسیې کردار د منلو وړ ندی.

خو هغې دا هم وویل چې لویدیځ د روسیې سره خبرو ته لیوال دي: «حتی د کړکیچ د خورا سختیدو په صورت کې، مونږ باید د خبرو لپاره دروازه پر انستې پریږدو. مونږ چې په ګډه د جګړې مخنیوی وکړو.»

د یو بل خبر له مخې جرمني د روسیې څخه د شمالي بحیرې له لارې د ګازو د پایپ لاین د پروژې کارونه په ټپه درولي دي.

دا پداسې حال کې دي چې د اروپایي ټولنې یو دپلومات ویلي چې پر روسیې باندې د اروپایي ټولنې د محدودو بندیزونو لومړۍ جوپه نن د چهارشنبې په ورځ پیل کیږي.

پدغو بندیزونو کې یو شمیر نور سیاستوال هم په تور لست کې شامل شوي او د اروپایي ټولنې او د اوکراین د دوو جلا شویو سیمو ترمنځ سوداګري بنده شوې ده.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د دوشنبې په ورځ له روسیې سره په پوله د اوکراین د ختیځ ډانبس جلاغوښتونکې سیمه په رسمیت وپیژندله او پدې توګه یې په اروپا کې د جګړې د رامنځته کیدو احتمال لوړ کړ.

اروپایي ټولنې په مستقیمه توګه په ولادیمیر پوتین باندې بندیزونه ندي لګولي خو پر ځای یې د روسیې د پارلمان ټول هغه غړي په تور لست کې شامل کړي چې د اوکراین د جلاغوښتونکې سیمې په رسمیت پیژندلو ته یې رایه ورکړې ده. په اروپایي ټولنه کې یې د هغوی ټولې شتمنۍ کنګل کړي او همداشان دغې اتحادیې ته یې د هغوی په سفر کولو بندیز لګولی دی.

همداشان هغه بانکونه به په نښه کړای شي چې د اوکراین په ختیځ کې د جلاغوښتونکو د فعالیتونو په مالي راکړه ورکړه کې ښکیل دي او دغه دوه جلا شوې سیمې به د اروپایي ټولنې او اوکراین ترمنځ د ازادې سوداګرۍ له معاملې محروم کړای شي.

دا پداسې حال کې دي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن د سه شنبې په ورځ فبروري ۲۲ (کب ۳) وویل چې روسیې د اوکراین د لوهانسک او دونتڅک سیمو په رسمیت پیژندلو سره د اوکراین د موجودیت حق سلب کړی دی. ښاغلي بایډن پر مسکو نوې بندیزونه وضع کړل چې د نورو برخو تر څنګ،د نظامي بانک په ګډون د روسیې بانکونه په نښه کوي.

هغه د مسکو دا اقدام د نړیوالو قوانینو نقض وباله او وویل چې د روسیې وروستی اقدام کلک نړیوال ځواب ته ضرورت لري، خو هغه بیا هم هیله څرګنده کړه چې دا مشکل د دیپلوماسۍ له لارې هوار شي

بایډن وویل نوې بندیزونو د هغو بندیزونو په نسبت ډیر شدید دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د روسیې له خوا د کریمېې سیمې تر نیولو وروسته پر مسکو لګیدلي دي. هغه وویل د روسیې د فشار د زیاتیدو په صورت کې به غرب هم خپل فشارونه زیات کړي.

XS
SM
MD
LG