د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د پوتین منتقد کارا-مرزا په ۲۵ کاله بند محکوم کړ 


ولادیمیر کارا مرزا د اوکراین پر جګړې د نیوکو له کبله په ۲۵ کاله بند محکوم شو.
ولادیمیر کارا مرزا د اوکراین پر جګړې د نیوکو له کبله په ۲۵ کاله بند محکوم شو.

روسیې د دوشنبې په ورځ اپریل ۱۷ (وري ۲۸) د کرملین منتقد ولادیمیر کارا مرزا د اوکراین پر جګړې د نیوکو له کبله په خیانت او په نورو تورونو تورن کړ او په ۲۵ کاله بند یې محکوم کړ.

د نړۍ مشرانو او د هغه ملاتړو سمدستي دا پریکړه وغندله او د هغه د خوشې کیدو غوښتنه یې وکړه. دا په وروستیو کلونو کې په روسیه کې د حکومت د یو مخالف شخصیت په وړاندې تر ټولو اوږده قضیه وه.

د مسکو یوې محکمې د تړلو دروازو تر شا له محاکمې وروسته ۴۱ کلن کارا مرزا د خیانت، د روسیې د پوځ په اړه د "غلطو" معلوماتو د خپرولو او له یو "نامطلوب سازمان" سره د اړیکو په تور مجرم وګاڼه.

د هغه مېرمنې ایوګینیا کارا- مرزا په ټویټر کې لیکلي دي چې د مېړه زړورتیا، ثبات او په کار کې یې صداقت عالي وو او "زه په تاسو ډېره ویاړم، زما مینه، زه به تل ستاسو تر څنګ یم."

د کارا مرزا وکیلې ماریا ایسمونټ وویل: "دا یوه ناوړه پریکړه ده.." هغې زیاته کړه چې د خپل موکل لپاره به استیناف وغواړي او "باور لري چې هغه د روسیې لپاره مخلصانه او ښه کار کړی دی".

د ولادیمیر پوتین منتقد کارا مرزا تیره اونۍ په محکمه کې وویل چې هغه په اوکراین کې د روسیې د برید سره د مخالفت په ګډون په خپلو ټولو سیاسي بیاناتو ولاړ دی.

کارا مرزا په یوه تبصره کې چې د تجربه کار ژورنالیست الیکسي ویندیکتوف لخوا خپره شوې ویلي چې: "زه هره هغه کلمه تائیدوم چې ما ویلي دي، زه د نن ورځې لپاره مجرم ګڼل شوی یم."

متحده ایالاتو د روسیې"د ځپنې مخ په زیاتیدونکی کمپاین" غندلی دی.

د برتانیا، کاناډا او امریکا سفیرانو د مسکو د محکمې د باندې دا بهیر وغنده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا پر دپلوماټانو نیوکه وکړه او وویل چې دوی به دې وزارت ته راوغوښتل شي "چې ورته په ډاګه شي دپلوماتان باید څه وکړي او څه ونه کړي".

بریتانیا او ملګرو ملتونو د کارا مرزا د سمدستي خوشې کولو غوښتنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر فولکر ترک وویل، "کارا مرزا د داسې تورونو په تور محاکمه شو چې د هغه د نظر، بیان او د ازادۍ د حق له قانوني کارونې سره تړاو لري."

اروپایی اتحادیې د "محکمې دغه سخته پریکړه" وغندله، پداسې حال کې چې جرمني هغه د جبر "لوړه کچه ټکان ورکونکې" پریکړه ګڼلې او هغه یې غندلې ده.

XS
SM
MD
LG