د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا او روسیه: بیا د طالبانو امارت نه غواړو


د امریکا متحده ایالات او روسیه وايي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت په هدف له طالبانو سره د سولې د هوکړې ملاتړ کوي، خو بیا د طالبانو امارت نه غواړي.

له طالبانو سره د سولې تر هوکړې وروسته د امریکا حکومت او روسیې فدارسیون په یوه ګډه اعلامیه کې چې د «مارچ پر۶مه» خپره شوې ویلي چې د سولې ټینګښت او جګړې د پای ته رسېدو لپاره له افغان دولت، سیاسي مشرانو، مدني ټولنو او طالبانو سره کار ته ژمن دي.

روسیې او امریکا ویلي چې د افغان حکومت د سیاسي او اقتصادي ملاتړ ترڅنګ په نورو برخو کې هم له دغه هیواد سره مرستو ته ژمن دي.

امریکا او طالبانو د تېرې «فبرورۍ پر۲۹مه» په افغانستان کې د امریکا د ۱۹کلنې جګړې د پای ته رسولو په هدف په دوحه کې د سولې تړون لاسلیک کړ.

روسیې د یاد تړون تر لاسلیک وروسته وویل چې له یادې هوکړې څخه ملاتړ کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا په خپره شوې ګډه اعلامیه کې ویل شوي: "نړیواله ټولنه او ملګري ملتونه د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت نه پيژني. او همدارنګه نړیواله ټولنه د افغانستان د اسلامي امارت بیا رامنځته کېدل نه غواړي."

په دغه اعلامیه کې سولې ته د رسېدو لپاره د «بین الافغاني» خبرو تر سره کېدو باندې ټینګار شوی دی:"له ټولو افغانانو څخه غواړو چې د متقابلو اندېښنو د رفعه کولو په هدف چې د بندیانو ازادول او د اوربند ټینګېدل دي ژر تر ژره خبرو ته حاضر شي."

یادو هیوادونو د سولې خبرو تر سره کېدو په هدف د ښکېلو اړخونو ترمنځ تاوتریخوالي پر کمېدو باندې هم ټینګار کړی دی.

د امریکا او طالبانو د هوکړې له مخې د بین الافغاني خبرو تر پیلېدو مخکې چې ټاکل شوې د مارچ پر لسمه پیل شي تر هغه مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ زندانیان د افغان حکومت له زندانونو څخه خوشي شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په وار وار د طالب زندانیانو له خلاصولو سره مخالفت ښودلی دی.

خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي که د هوکړې له مخې طالب بندیان ازاد شي دوی د مارچ پر لسمه بین الافغاني خبرو ته چمتو دي، خو زیاتوي که چیري دا کار ونشي پړه به یې د نوموړي په وینا د نورو په غاړه وي.

XS
SM
MD
LG