د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې نوی قانون: پوتین کولای شي تر ۲۰۳۶ پورې ولسمشر شي


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د روسیې پارلمان هغه لایحه تصویب کړه چې له مخې یې ولادیمیر پوتین کولای شي د ۲۰۱۴ وروسته دوه نورې دورې د ولسمشر په توګه په واک کې پاته شي.

د روسیې پارلمان (دوما) د چهارشنبې په ورځ (مارچ ۱۱) د هغه هیواد په اساسي قانون کې د بدلون په اړه وړاندې شوې لایحه ومنله چې ولسمشر پوتین ته اجازه ورکوي چې دوه نورې دورې هم د ولسمشر په توګه ځان کاندید او واک ترلاسه کړي.

د روسیې د اوسني اساسي قانون له مخې یو کس نشي کولای چې د دوو پرله پسې دورو وروسته ولسمشر پاته شي. خو دغې نوې لایحې دغه محدودیت له منځه یووړ.

۶۷ کلن ولادیمیر پوتین چې د کا جی بی پخوانی مامور پاتې شوی، د ۲۰ کالو راهیسې په روسیه کې واکمن دی. ښاغلی پوتین د ۲۰۰۰ نه تر ۲۰۰۸ پورې د روسیې ولسمشر و د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۲ پورې صدراعظم شو او یو ځل بیا د ٢٠١٢ نه تر اوسه پورې د روسیې ولسشمر دی.

ټاکل شوې چې د روان کال د اپریل په ٢٢ نیټه په اساسي قانون کې د بدلونونو په هکله دغه نوې لایحه په ټول هیواد کې رای گیرۍ ته وړاندې شي.

دغه نوې لایحه د روسیې لومړنۍ ښځینه فضانوردې او د پارلمان (دوما) اوسنۍ وکیلې ولنتینا تریشکووا د سه شنبې په ورځ مارچ ١٠ (کب ٢٠) پارلمان ته وړاندې کړې وه.

د روسیې د پارلمان ۳۸۳ حاضرو غړو د رایو په اتفاق دغه لایحه پرته له کومې مخالفې رای تصویب کړه. د پارلمان ۴۳ غړي نن د مارچ په ۱۱ غیرحاضر وو.

د کریملن منتقدینو ددغه لایحې تصویب کیدل غندلي او دا کار یې د واک انحصار ګڼلی دی او د خلکو نه یې غوښتي چې په ضد یې اعتراضونه وکړي.

ولادیمیر پوتین پرته له دې چې په ټینگه ووایي د یوې بلې دورې لپاره په واک کې پاته کیدو ته لیوال دی او که نه، ټینگار کړی دی چې د دوما له لورې د وړاندیز شوې لایحې له تصویب کیدو وروسته د روسیې د اساسي قانون محکمه هم باید هغه منظوره کړي.

XS
SM
MD
LG