د لاس رسي وړ اتصالات

روسیې د ۶۲ سرتېرو مړي راوسپارل- اوکرایني چارواکي


تصویر: ارشیف
تصویر: ارشیف

د اوکراین چارواکي وايي له روسي‌ چارواکو سره یې د وژلو شویو سرتېرو د جسدونو د انتقال په مسئلې مذاکره کړې ده.

د اوکراین پوځي چارواکو نن سه شنبه اکتوبر ۱۱ (تله۱۹) وویل چې په دوی کې د هغو سرتېرو مړي هم شامل دي چې د «اولنیوکا» په زندان باندې د روسیې په بریدونو کې وژل شوي وو.

د اوکراین د دفاع وزارت چې د بیلتون غوښتونکو تر کنترول لاندې سیمو مسول دی په ټولنیزو رسنیو کې ویلي‌ دي:« د انتقال یوه بل پړاو هم ترسره شو: د ۶۲ وژل شویو سرتېرو جسدونه کور ته ستانه کړل شول.»

د فرانسې خبري اژانس وايي چې اوکراین د دفاع وزارت همدغه راز لیکلي‌ دي: «مذاکرات سخت وو.... خو ممکن و چې موږ خپل سرتېري بېرته راستانه کړو، په ځانګړي توګه د اولنیوکا....»

اوکراین او روسیې د جولاۍ په میاشت کې یو بل د مسکو تر کنترول لاندې د اولنیوکا زندان په بمبارولو تورن کړ، په دغه زندان کې نیول شوي عسکر هم ساتل کېدل. دا سیمه په دونیتسک کې ده چې روسیې له خپلې خاورې سره یو ځای کړه.

اوکراین په ملکي تاسیساتو او د جګړې د بندیانو په زندان باندې برید رد کړی دی. ولسمشر ویلادیمیر زیلینسکي په دغه ځای باندې د روسیې برید «جنګي جرم» بللی و.

روسیه وايي چې په دغه زندان کې د ازوف کنډک سرتېري هم ساتل کېدل، دغو سرتېرو روسیې ته تر تسلېمېدو مخکې د ازوفستال د فولادو د فابریکې څخه دفاع کوله. دا په ماریوپول کې د جګړې وروستی مورچل ګڼل کېده.

روسیې د فبرورۍ په میاشت کې په اوکراین باندې یرغل پیل کړی او په دې وروستیو کې د تازه نیول شوې څلور سیمې یې له خپلې خاورې سره یو ځاې کړې.

امریکا او متحدینو یې د روسیې یرغل او د سیمو یو ځال کول غندلي دي او له اوکراین سره پوځي او بشري مرستې کوي چې د روسیې په مقابل کې جګړه وګټي.

XS
SM
MD
LG