د لاس رسي وړ اتصالات

روسیه: د اروپایي ټولنې تازه بندیزونه به دې ټولنې ته د نورو مشکلاتو لامل شي


د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زخارووا

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ اکتوبر ۱۷ (لیندۍ ۲۶) وویل چې د اوکراین د موضوع په اړه پر روسیې د اروپایي ټولنې وروستي بندیزونه به په یاده ټولنه کې مشکلات نور هم زیات کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخارووا په یوې بیانیه کې ویلي:" اوسنی بسته به د پخوانیو په شان ورته تاثیرات ولري، په خپله اروپایي ټولنه کې به ټولنیز – اقتصادي مشکلات زیات کړي."

هغې همدارنګه په بروکسل غږ وکړ څو ټول هغه محدودیتونه لرې کړي چې په مستقیم او غیر مستقیم ډول د روسیې د غله جاتو او کیمیاوي سرې پر صادراتو اغیز کوي.

د اروپایي تولنې مشرانو څو ورځې مخکې د راتلونکې میلادي کال کې لپاره له اوکراین سره په ۱۹ میلیارده ډالره مالي مرستې تر څنګ پر مسکو د بندیزونو په نهو مواردو موافقه وکړه.

په دغو تازه اقداماتو کې ، کابو ۲۰۰ کسان په تور لست کې اچول شوي او د روسیې د معادنو په صنعت کې د پانګې اچونې مخه نیول شوې ده.

اروپایي ټولنه په داسې حال کې دغه نوې بندیزونه اعلانوي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ وویل مسکو به د غرب له بندیزونو سره د مبارزې په هدف چین ته د ګازو د لیږد په ګدون، له نویو شریکانو سره تجارتي همکارۍ زیاتې کړي.

پوتین د اوکراین په ستراتیژي له جګپوړو نظامي چارواکو سره ولیدل

په داسې حال کې چې مسکو پر اوکراین خپل بریدونه ډیر کړي، کرملین د شنبې په ورځ ډسبمر ۱۷ وویل چې پوتین په اوکراین کې د مسکو د ستراتیژۍ د نظارت په هدف له خپلو جګپوړو نظامي چارواکو سره پراخې غوندې وکړې.

د کرملین په بیانیه کې راغلي، پوتین د جمعې ټوله ورځ د لوی درستیز په دفتر کې چې په اوکراین کې په خاصو نظامي عملیاتو ښکیل دي، تیره کړه.

په بیانیه کې زیاته شوې چې پوتین د دفاع وزیر سرګي شوګي او لوی درستیز والیري ګراسیموف سره په ملاقات سربیره، د دفاعي برخې له بیلابیلو قومندانانو سره هم جلا ملاقاتونه کړي.

پوتین په داسې حال کې له خپلو نظامي قومندانانو سره ویني چې روسیې د جمعې په ورځ د اوکراین پر څو ښارونو د مزایلو بریدونه وکړل، خلک یې په تیارې کې کینول او ملکي وګړي یې له اوبو او د کورونو د تودیدو له امکاناتو محروم کړل.

د فرانسې خبري اژانس لیکلي، وروسته له هغه چې مسکو د جګړې په میدان کې له شرمه څو ډکې ماتې ولیدلې، هغه هیواد د اکتوبر میاشتې راهیسې د اوکراین پر هغو محلاتو چې مسکو یې له پوځ سره تړلي بنسټونه بولي، هوایي بریدونه پیل کړي دي.

فرانسې او اروپایي ټولنې ویلي په سړه هوا کې ملکي کسانو ته د مشکلاتو رامنځ ته کول جنګي جنایت دی، بلخوا د یادې ټولنې د بهرني سیاست مشر د روسیې بمبار "وحشیانه" بللی دی.

ددې راپور په جوړیدو کې د فرانسې خبري آژانس له موادو کار اخیستل شوی

XS
SM
MD
LG